ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرپل کې د سیمه ییزې اردو قوماندان وژل شوی

سرپل کې د سیمه ییزې اردو قوماندان وژل شوی

author avatar
31 Mar 2021 - 11:16
سرپل کې د سیمه ییزې اردو قوماندان وژل شوی
author avatar
31 Mar 2021 - 11:16

سرپل (پژواک، ۱۱ وری ۹۹): په سرپل کې د ماین چاودنې له امله په دغه ولایت کې د سیمه ییزې اردو قوماندان جان حبیب میرزاولنګي او د نوموړي یو کس وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د سرپل ولایتي شورا غړی اسدالله خرم وايي، دغه پېښه نن سهار د سرپل ــ صیاد ولسوالۍ پر لویه لار په سردابه سیمه کې رامنځته شوې ده.

هغه وايي چې په دې چاودنه کې د سیمه ییزې اردو یو ټانک هم ویجاړ شوی دی.

حبیب میرزاولنګي مخکې د سرپل په مرکز کې د سیمه ییزو پولیسو قوماندان و، خو له څه وخت راهیسې د سیمه ییزې اردو په چوکاټ کې د قوماندان په توګه دنده ترسره کوله.

Views: 98

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.