ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان خلکو د نظام او سولې په ملاتړ غونډه وکړه

د اروزګان خلکو د نظام او سولې په ملاتړ غونډه وکړه

author avatar
10 Apr 2021 - 15:47
د اروزګان خلکو د نظام او سولې په ملاتړ غونډه وکړه
author avatar
10 Apr 2021 - 15:47

ترينکوټ (پژواک، ۲۱ وری ۱۴۰۰): د اروزګان سلګونو اوسېدونکو د يوې پراخې غونډې پر مهال له نظامه د ملاتړ ښودو ترڅنګ د سولې غږ پورته کړ.

دوى په داسې حال کې د نظام په ملاتړ دغه غونډه جوړه کړه چې له تېرو څو کلونو راهيسې د دغه ولايت په مرکز کې جګړو زور اخيستى او تر ٣٠زرو پورې کورنۍ په ولسواليو کې له جګړو بېځايه شوې دي.

په ياده غونډه کې چې د ولايتي چارواکو ترڅنګ قومي مخورو، ديني عالمانو، مدني فعالانو او ځوانانو برخه اخيستې وه، د جګړې پر دواړو غاړو يې غږ وکړ چې وسلې کېږدي او سوله وکړي.

قومي مشر خدای الرحیم خان وویل، کلونه کېږي اروزګان د جګړې د اور په لمبو کې سوځي، کورونه يې ویجاړ، باغونه يې سوځېدلي او خلک يې له مرګ ژوبلې سره مخ دي.

هغه وایې، دواړو لورو ته هره ورځ ځوان نسل وژل کېږي او کورونو کونډي او یتیمان مخ پر زیاتېدو دي.

دیني عالم مولوي حمدالله ابدالي وويل چې د جګړې ګټه نورو خلکو او زيان يې افغان ولسونو ته رسېږي.

هغه زياته کړه، په هېواد کې روانه جګړه هېڅ شرعي جواز نه لري او د افغان ديني عالمانو ترڅنګ د نړۍ سترو دیني عالمانو يې هم د حراموالي  فتوا ورکړې.

د يادې غونډې ګډونوالو له افغان دولت او وسله والو طالبانو وغوښتل چې د سولې له روانو خبرو په ګټې اخیستو داسې لاره غوره کړي چې وینه تویېدنه ودرېږي او دایمي سولې لاره هواره شي.

Views: 61

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.