ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د یوه قوماندان په ګډون درې پولیس ووژل شول

کندهار کې د یوه قوماندان په ګډون درې پولیس ووژل شول

author avatar
19 Apr 2021 - 19:59
کندهار کې د یوه قوماندان په ګډون درې پولیس ووژل شول
author avatar
19 Apr 2021 - 19:59

کندهار (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۰): په کندهار کې د هدفي وژنو په جلا جلا پېښو کې د یوې پوستې د قوماندان په ګډون ۳ پولیس وژل شوي او ۲ نور ټپيان شوي دي.

نن مازدیګر روژه ماتي مهال د کندهار ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند شهیدانو څلور لارې ته څېرمه د پولیسو د یوې پوستې د قوماندان پر موټر نښلول شوي ماین چاودنه کړې ده.

یوې امنیتي سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل، د چاودنې له امله د دغه قوماندان دواړې پښې پرې شوي او سترګې ړندې شوې وې چې په میرویس روغتون کې یې د عملیاتو پر مهال ساه ورکړه.

دغه قوماندان شکېب مومند نومېده او د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د امنیتي پوستې د قوماندان په توګه یې دنده تر سره کوله.

یاد شوي قوماندان ته نژدې سرچینې پژواک ته وویل، هغه څو ورځې مخکې موټر رانیولی و، د جوړولو لپاره یې مستري خونې او بیا موټر شويي ته بېولی و، ښايي ماین همالته په کې ځای پر ځای شوی وي.

د کندهار د ډنډ ولسوالۍ په روحاني کلي کې بیا وسله والو پر دوو پولیسو ډزې کړي دي.
د دې ولسوالۍ یوې امنیتي سرچینې پژواک اژانس ته وویل، په دې برید کې یو پولیس وژل شوی او بل ټپي شوی دی.

دغه راز د کندهار ښار د ۵مې امنیتي حوزې اړوند له انصاري مېنې سره هم وسله والو پر دوو پولیسو ډزې کړي چې یو یې وژلی او بل یې ټپي کړی دی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په کندهار کې تر څو ورځو خاموشۍ وروسته یو ځل بیا هدفي وژنې پیل شوي چې خلک یې اندېښمن کړي دي.

Views: 68

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.