ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ناټو قوماندان: د لويو بريدونو پر مهال له افغان ځوکونو دفاع کوو

د ناټو قوماندان: د لويو بريدونو پر مهال له افغان ځوکونو دفاع کوو

author avatar
25 Apr 2021 - 15:46
د ناټو قوماندان: د لويو بريدونو پر مهال له افغان ځوکونو دفاع کوو
author avatar
25 Apr 2021 - 15:46

کابل (پژواک، ٥ غويى ٩٩) : په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان وايي چې تر بشپړ وتلو پورې به د لويو بريدونو پر مهال له افغان ځواکونو دفاع کوي.

د ناټو قوماندان جنرال سکات مېلر دا څرګندونې نن د غويي په ٥مه، په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وکړې او ويې ويل چې د دوى د وتلو رسمي نېټه د راتلونکې مى مياشتې لومړۍ نېټه ده.

خو هغه وويل چې د انتقال غير رسمي پروسه لا دمخه پيل شوې ده.

د يادونې ده، چې اوس مهال په افغانستان کې دوه نيم زره امريکايي سرتېري او شاوخوا اووه زره د ناټو اړوندو هېوادونو سرتېري مېشت دي.

خو د ناټو قوماندان زياته کړه، له اوس څخه دوى خپلې بسترې تړلې دي، چې ډېر ژر به دا پروسه پيل او د روان زېږديز کال تر سپتمبر مياشتې پورې به بشپړه شي.

جنرال مېلر وايي : (( په افغانستان کې به خپلې ټولې پوځي اډې له يو شمېر وسايلو سره د افغانستان د ملي دفاع وزارت ته وسپارو او دا لړۍ لا له مخکې څخه پيل شوې ده. ))

نوموړي ګواښ وکړ چې که د وتلو پر مهال طالبانو او يا نورو ترهګرو ډلو پر دوى بريدونه وکړل، نو سخت ځواب به ورکړل شي.

ده زياته کړه، تر بشپړ وتلو پورې به له افغان امنيتي ځواکونو څخه د سترو بريدونو پر مهال دفاع هم کوي.

تر بشپړ وتلو وروسته به هم امريکا او نړيواله ټولنه له افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ ته ادامه ورکړي.

د ناټو قوماندان د افغانستان او امريکا ترمنځ د امنيتي تړون د برخليک په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې  دواړه حکومتونه به يې په اړه پرېکړه کوي.

د مې مياشتې تر لومړۍ وروسته د طالبانو د ممکنه بريدونو پيلولو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې جنرال مېلر وويل : (( دا به ستره تېروتنه وي او خطرناک کار به وي.))

هغه وايي، له طالبانو سره يې په ليدنو او ناستو کې ورته ويلي چې د زور له لارې د واک نيولو هڅه به له افغانستان او ولس سره يوه تراژيدي وي.

د ناټو د قوماندان په وينا، طالبان او افغان حکومت بايد د سولې پيل شوې پروسه پرمخ بوځي او د سياسي هواري لپاره کار وکړي.

جنرال مېلر وويل چې طالبان اوس هم له القاعدې سره اړيکې لري او د دوحې تړون له مخې بايد دوى خپلې اړيکې پرې کړي.

نوموړي افغانانو ته په خپل پيغام کې وويل، چې بايد متحد شي، سياسي او امنيتي اجماع رامنځته کړي، څو  په ښه توګه خپل هېواد وژغوري.

هغه له افغانانو وغوښتل چې د خپلو امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړي.

Visits: 266

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.