ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

توتاخېل: نوي پېرونکي ته د قباله لرونکو ځمکو د قبالې ورکړه یوه ورځ وخت نیسي

توتاخېل: نوي پېرونکي ته د قباله لرونکو ځمکو د قبالې ورکړه یوه ورځ وخت نیسي

author avatar
25 Apr 2021 - 15:35
توتاخېل: نوي پېرونکي ته د قباله لرونکو ځمکو د قبالې ورکړه یوه ورځ وخت نیسي
author avatar
25 Apr 2021 - 15:35

مزارشريف ( پژواک، ۵ غويی ۱۴۰۰) : بلخ ولايت  کې ځمکو او جايدادونو ته د قبالو او قانوني اسنادو ورکړې پروسه په رسمي ډول له محکمې څخه، د ښارجوړولو او اراضي ادارې ته ولېږدول شوه.

چارواکو د غويي په ۵مه، مزارشريف ښار کې په همدې تړاو جوړو شويو مراسمو کې وويل، چې دغه اقدام يې ځمکو ته د اسنادو د ورکړې برخه کې د لا ډېرو اسانتياوو رامنځته کېدو په موخه کړی دی.

د افغانستان د ښارجوړولو او اراضۍ وزارت مرستيال ګلرحمان توتاخېل پژواک ته وويل، چې د قبالو او قانوني اسنادو د ورکړې په دغه بهير کې به خلک له کومې ستونزې پرته خپلو ځمکو او جايدادونو لپاره ډاډمن اسناد تر لاسه کړي.

هغه زياته کړه، پخوا دغه لړۍ په محاکمو کې اجرا کېده چې د پروسې د پېچلتيا له امله يې ډېری وخت خلکو شکايتونه کول.

نوموړي وويل: (( اوس د قبالې اخيستو پروسه ډېره لنډه شوې، که پخوا د يوې ځمکې لپاره نوې قباله اخيستل کېده؛ نو له شپږ مياشتو تر يو کال پورې يې وخت نيوه؛ خو اوس دغه پروسه په ۱۴ ورځو کې بشپړېږي)).

هغه زياتوي، هغه ځمکې چې قبالې لري او يو کس يې په بل باندې پلوري نو، نوي شخص ته يې د ملکيت د قبالې لېږد يواځې يوه ورځ نيسي.

د توتاخېل په وينا، له محاکمو څخه د ښارجوړونې او اراضي ادارې ته د ځمکو د قبالو د ورکړې لېږد به تر ډېره د جعلي اسنادو او قبالو مخه هم ونيسي.

په ورته مهال د بلخ ولايت مقام مرستيال غلام فاروق خپلواک وايي، چې لا هم د جايدادونو د ملکيت او تثبيت برخه کې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د هغه په وينا، د قبالو د ورکړې د نوي ميکانيزم له مخې به يادې ستونزې تر ډېره بريده حل شي.

خپلواک همدا راز وويل چې ځمکو او جايدادونو ته د اسنادو له اخيستو سره به د غصب مخنيوی هم وشي.

د هغه په خبره، حکومت ژمن دی چې خلکو ته په بېلابېلو برخو کې اسانتياوې رامنځته کړي.

د مزارشريف ښار د دشت شور سيمې اوسېدونکی محمد امين وايي چې پرته له کومې ستونزې يې خپلې درې بسوې ځمکې لپاره قانوني اسناد تر لاسه کړل.

هغه پژواک ته وویل چې ځمکه يې نږدې ۳۰ کاله مخکې په خاورين ټکټ اخيستې وه خو لا يې هم اسناد نه درلودل.

د مزارشريف دغه اوسېدونکی وايي چې څه وخت وړاندې يې د بلخ اراضي رياست ته مراجعه وکړه او ويې کولای شول چې په لږ وخت کې قانوني اسناد او قباله واخلي.

نوموړی همدا راز وايي چې پخوا به په محاکمو کې د رشوت له ورکړې پرته د قبالې اخيستل ناممکن وو.

د افغانستان د ښارجوړولو او اراضي وزارت مسوولين وايي چې د دغه وزارت له خوا ځمکو ته د قبالو ورکړه په لومړي ځل له هرات ولايت څخه پيل شوه، چې د خلکو له تودهرکلي وروسته اوس دغه پروسه په کابل او بلخ ولايتونو کې د عملي کېدو په حال کې ده.

Views: 44

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.