ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې موټربم چاودنې د کانکور ګډونوالو په ګډون ۱۲۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

لوګر کې موټربم چاودنې د کانکور ګډونوالو په ګډون ۱۲۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

author avatar
30 Apr 2021 - 22:12
لوګر کې موټربم چاودنې د کانکور ګډونوالو په ګډون ۱۲۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده
author avatar
30 Apr 2021 - 22:12

پل علم (پژواک، ۱۰ غویی ۱۴۰۰): د لوګر ولایت مرکز پل علم ښار کې د موټر بم برید له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د والي ویاند دیدار لونګ پژواګ ته وویل نن ماښام مهال د لوګر ولايت ولايتي روغتون ته مخامخ په يوه کور موټر بم چاودنه شوې، چې له امله یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه زیاته کړه، چې په دې برید کې ملکي روغتون او نږدې ودانیو ته سخت زیان اوښتی او ډیری خلک تر خاورو لاندې دي.

ده وویل چې د  والي رحیمي په مشرۍ دولتي ملکی او نظامي کسان له خاورو سره د مړو په را ایستلو بوخت دي.

خو د ولایتي شورا رییس حسیب ستانکزی وایی په دې برید کې  تر سلوپورې کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د نوموړي په وینا، په دې برید کې تر ۳۰ زیات کسان وژل شوی او شاوخوا سل نور ټپیان شوي دي.

د ستانکزي په وینا، ماښام مهال ډاینا موټر چې ګوندې دغو خلکو ته یې روژه ماتی راوړی، کله چې ننوځي سمدلاسه چاودنه کوي چې له امله یې ټوله وداني نړیږي.

د ولایتي شورا رییس وویل چې یواځې په یوه منزل کې ۲۵ کسان تر خاورو لاندې دي، په نږدې کورونیو کې هم خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه زیاته کړه، چې په ولایتي روغتون کې ډیری ډاکټرانو او ناروغانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لوګر د خلکو استازې نفیسه هجران وایي چې موټر برید په هغه حویلۍ کې شوی چې د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکو پکې اوسیدل.

هغې زیاته کړه، چې دا حویلۍ د ولایتي شورا د پخواني رییس و، خو د هغه تر مړینې وروسته د ازرې خلکو لپاره ورکړل شوی و.

نوموړې وویل چې په دې حویلۍ کې له ازرې ولسوالۍ څخه د کانکور ازموینه کې د ګډون لپاره راغلي زده کوونکي، سیمه ییزو پولیس او یو شمیر نور عام خلک اوسیدل.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وایي چې تر اوسه له یادې پيښې ۱۴جسدونه او ۹۰ ټپیان روغتونونو ته لیږدول شوي دي، خو نورې سرچینې پیا دا شمیره لوړه ښي او وایي چې تر ۵۰ زیات وژل شوي او تر ۱۰۰ ټپیان دي.

ددې برید مسوولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

Visits: 1202

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.