ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار پر هوایي ډګر راکټي برید شوی

د کندهار پر هوایي ډګر راکټي برید شوی

author avatar
1 May 2021 - 20:06
د کندهار پر هوایي ډګر راکټي برید شوی
author avatar
1 May 2021 - 20:06

کندهار (پژواک، ۱۱ غویی ۱۴۰۰) : په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونه وایي چې پر کندهار هوایي ډګر راکټي بریدونه شوي، خو زیانونه یې نه درلودل.

د امریکایي ځواکونو ویاند سوني لګیټ د غویي په ۱۱مه، په ټویټر کې لیکلي چې دا برید نن غرمه شوی و، خو نه څوک ټپي او نه هم ودانیو ته زیان اوښتی دی.

د نوموړي په وینا، نن ماښام پر هغې سیمې هوایي برید کړي چې راکټونه ترې توغول شوي وو او هغه راکټونه له منځه یوړل شوي چې پر هوایي ډګر د توغولو لپاره عیار شوي وو.

بلخوا د کندهار امنیتي سرچینې وایي چې دا راکټونه د هوایي ډګر پر هغې سیمې لګیدلي، چېرته چې بهرني ځواکونه میشت دي.

په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند ډګرمن خوجه یحیی علوي پژواک خبري اژانس ته وویل، وسله طالبانو نن غرمه پر کندهار هوايي ډګر توغندويي برید کړی.
هغه زیاته کړه، توغندی په هوايي ډګر کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو په ساحه کې لګېدلی چې ځاني زیان نه لري.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا برید په داسې حال کې شوی، چې نن په رسمي توګه له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ پیل شوه.

په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر وایي، که د وتلو پر مهال پر دوی بریدونه وشول، نو له سخت غبرګون سره به مخ شي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.