ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

محب: پر پاکستان نړیوال فشارونه زیات شوي

محب: پر پاکستان نړیوال فشارونه زیات شوي

author avatar
8 May 2021 - 17:03
محب: پر پاکستان نړیوال فشارونه زیات شوي
author avatar
8 May 2021 - 17:03

کابل (پژواک، ۱۸ غویی ۱۴۰۰): د ملي امنیت سلاکار وايي چې پر پاکستان نړیوال فشارونه زیات شوي، ترڅو د وسله والو ډلو له ملاتړه لاس واخلي؛ له همدې امله به نږدې ورځو کې د پاکستان یو لوړپوړی چارواکی افغانستان ته سفر ولري.

د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب دغه څرګندونې نن (دغویي په ۱۸مه) کابل کې د امنیتي مسوولینو یوې غونډې ته وکړې.

دغه رازه هغه وویل، بهرني ځواکونه دیو میلیارد ډالرو په ارزښت افغان حکومت ته پوځي وسایل سپاري.

ده وویل: "یو تعداد داسې شیان دي چې قابل د انتقال نه دي، تخریب شوي دي او هغه دې ته ضرورت نه لري چې موږ ته انتقال شي او کوم شی چې د کار دی، هغه تسلیمیږي او یو تعداد هغه تجهیزات دي چې دوی یې له ځان سره وړي، هغه اکثره هوايي مواد دي او کم دي."

په افغانستان کې مېشتو بهرنيو ځواکونو کابو يوه اوونۍ مخکې (د غويي له ۱۱مې) راهیسې له هېواده د خپلو نظامي ځواکونو ایستل پيل کړي او پتېيلې ده چې د سپټمبر تر ۱۱مې نېټې پورې به ټول ځواکونه ووځي. دغو ځواکونو په څو ولايتونو کې خپلې اډې افغان امنيتي ځواکونو ته سپارلې دي.

محب دغه راز زیاته کړه چې پر پاکستان نړیوال فشارونه زیات شوي، ترڅو د وسله والو ډلو له ملاتړ څخه لاس واخلي؛ له همدې امله نږدې ورځو کې به د پاکستان یو لوړپوړی چارواکی هم افغانستان ته سفر ولري.

دغه راز محب زیاتوي، وسله والو طالبانو غوښتل په اووه ولایتونو کې ځینې سیمې سقوط کړي، خو افغان ځواکونو یې مخه نیولې ده.

دی وايي، طالبانو په څو ولایتونو کې ماتې خوړلې ده او په وینا يې وضعیت نسبت تېرې اوونۍ ته په ښه کېدو دی.

محب زیاته کړه: "تېره اوونۍ ډېره روښانه شوه چې ډېر یو لوی پلان یې لاره... په اووه ولایتونو کې یې بریدونه وکړل، غوښتل یې یو دوه ځایه سقوط کړي، ویې لیدل چې خپل هدف ته ونه رسېدل، امنیتي ځواکونه له ټولو سیمو څخه د دفاع توان لري."

د دفاع وزارت سرپرست جنرال محمد یاسین ضیاء یادې غونډې ته وویل چې له تېرو څو ورځو راهیسې په هلمند، کندهار، بغلان، غزني، فراه او د هرات په ځینو برخو کې د افغان ځواکونو بریدونو کې تر نږدې زرو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دی وايي، په وژل شویو کسانو کې د طالبان مشرتابه کسان هم شامل دي، یوه یې ان القاعده ډلې ته کار کاوه چې هغه هم وژل شوی دی.

خو وسله والو طالبانو په وروستیو جګړو کې خپل لور ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.