ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

انصاري: د اترا ادارې د مشرتابه لوړ معاشونه او امتيازات د هغوى د خپلواکۍ لپاره ورکول کېږي

انصاري: د اترا ادارې د مشرتابه لوړ معاشونه او امتيازات د هغوى د خپلواکۍ لپاره ورکول کېږي

author avatar
9 May 2021 - 16:53
انصاري: د اترا ادارې د مشرتابه لوړ معاشونه او امتيازات د هغوى د خپلواکۍ لپاره ورکول کېږي
author avatar
9 May 2021 - 16:53

کابل (پژواک، ۱۹ غویی ۱۴۰۰): د مشرانو جرګې لومړی مرستیال نیوکه کوي او وايي چې د اترا ادارې د رهبرۍ هر غړی ۷۰۰زره افغانۍ میاشتنی معاش او امتیاز اخلي، لا هم د مخابراتوي محصول د عایداتو له حیف و میله ډاډ نشته.

اترا د دې ادارې د رهبرۍ غړو شاوخوا ۷۰۰زره افغانۍ میاشتنی معاش او امتیازات مني او وايي، یاد عایدات د دولت خزانې ته ځي.

د مشرانو جرګې لومړي نایب محمد علم ایزدیار د جرګې په نننۍ ناسته کې وویل، داسې اسناد لري چې د اترا ادارې د رهبرۍ غړي هره میاشت ۷۰۰زره افغانۍ معاش او امتیازات ترلاسه کوي.

هغه د دومره ډېر معاش ورکول د افغانستان د خلکو په حق کې ظلم وباله او زیاته یې کړه، د اترا ادارې د رهبرۍ غړي هره میاشت یوازې کریډېټ کارت په نوم ۱۰زره افغانۍ اخلي.

هغه په دې اړه د جزئیاتو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، د افغانستان خلک تر اوسه نه دي ډاډه شوي چې له پېرېدونکو اخیستل شوي مخابراتي محصولات نه حیف و میل کېږي.

د جرګې څو نورو غړو د هېواد په ځینو سیمو کې د شپې او ورځې له مخې د مخابراتي شبکو پر قطعه کېدو اندېښنه څرګنده کړه او د دې ستونزې د حل غوښتنه یې وکړه.

د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) رییس عمر منصور انصاري نن د ۱۰ سلنه مخابراتي محصول ټولولو د څرنګوالي، د دې ادارې د رهبرۍ غړو د لوړو معاشونو او مخابراتي شبکو د قطع کېدو او ټيټ کیفیت په تړاو د معلوماتو وړاندې کولو لپاره مشرانو جرګې ته بلل شوی و.

هغه له جزئیاتو پرته وویل، د دې ادارې د رهبرۍ غړو د امتیازاتو ټاکل او دندو لایحه په دې اداره کې تر ټاکل کېدو مخکې مشخصه او ثابته شوې ده.

خو نوموړي زیاته کړه: ((دغه اداره خپلواک بودجوي واحد نه دی او له دولته هېڅ بودجه نه اخلي، موږ له خصوصي سکټوره عایدات ترلاسه کوو او خپل لګښتونه ترې تادیه کوو، د دې لپاره چې یاده اداره وکولای شي په بشپړه خپلواکۍ او بې طرفۍ خپلې چارې ترسره کړي او د کمپنیو تر تاثیر لاندې رانه شي، دوی ته ډېر معاشونه په پام کې نیول شوي، دغه راز د دې ادارې د رهبرۍ د کاري طرزالعمل له مخې د ادارې رهبري یوازې درې کاله په دې اداره کې کار کولای شي، له هغه وروسته هم طرزالعمل کې قید شوي چې نه شي کولای په هېڅ مخابراتي اداره کې کار وکړي، له همدې امله د رهبرۍ غړو ته د کار په دوران کې لوړ معاشونه په پام کې نیول شوي دي.))

د نوموړي په خبره، په هغه صورت کې چې د ادارې رهبري خپلواکي ونه لري، کافي معاش او امتیازات ور نه کړل شي، دوی نه شي کولای د مخابراتي شبکو د فعالیت اړوند تصمیم ونیسي او هغه جریمه کړي.

انصاري په ځينو ولایتونو کې د شپې او ورځې پر مهال د مخابراتي شبکو د خدمتونو قطع کېدل د اندېښنې وړ وبلل او وویل، د یادې ستونزې د حل لپاره پر ځينو اقداماتو کار شوی دی.

هغه زیاته کړه، دغه اداره له مخابراتي شرکتونو، والیانو، ولسوالانو او مشرانو سره په همکارۍ کار کوي څو مخابراتي شبکې د شپې له خوا قطع نه شي.

هغه وویل، تېره کال د هېواد په کچه د مخابراتي انتنونو د تخریب له امله مخابراتي شرکتونو شاوخوا ۲۰ میلیون ډالر زیانمن شوي او مخابراتي شبکې په ځينو مواردو کې مجبورې دي چې د امنیتي ستونزو له امله ځينې وخت انتنونه خاموش کړي.

انصاري له پېرېدونکو څخه د ۱۰ سلنه مخابراتي محصول ټولو په اړه وویل، د «ریل ټایم» سیستم په نصب کېدو سره له دې مدرکه ټول شوي عایدات ډېر شوي دي.

د نوموړي په خبره، افغان حکومت تېر کال د ۱۰ سلنه مخابراتي محصول له لارې ۴.۵ میلیارد افغانۍ او د مالي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې یو اعشاریه پنځه میلیارده افغاني عایدات ټول کړي دي.

هغه د بېلګې په ډول وویل، په ۱۳۸۸ کال کې روشن کمپنۍ د ۱۰ سلنه مالیې اخیستو له درکه حکومت ته ۷۵۵ میلیون افغانۍ ورکړې وې چې په ۱۳۹۹ کال کې دغه اندازه د ریل ټایم سیستم په نصبېدو یو اعشاریه پنځه میلیارد افغانۍ لوړه وه.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار د دې جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کمېسیون ته دنده ورکړه چې د دې ادارې د معاش او امتیازاتو موضوع وڅېړي .

Visits: 59

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.