ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار د ارغنداب اوسېدونکي: دا ځل د وسله والو پر ضد په خپله درېږو

د کندهار د ارغنداب اوسېدونکي: دا ځل د وسله والو پر ضد په خپله درېږو

author avatar
18 May 2021 - 17:57
د کندهار د ارغنداب اوسېدونکي: دا ځل د وسله والو پر ضد په خپله درېږو
author avatar
18 May 2021 - 17:57

کندهار (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۰): د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، دا ځل په خپله د وسله والو پر ضد درېږي او نه پرېږدي چې دغه ولسوالي بیا د هغوی تر ولکې لاندې راشي.

دغه څرګندونې د دغې ولسوالۍ مخورو او عامو اوسېدونکو د منارې په کلي کې له امنیتي مسوولینو سره په لیدنه کې وکړې.

د کندهار امنیه قوماندان سمونوال سید شریف سرتيپ د ۲۰۵ اتل قول اردو د قوماندان تورنجنرال شفیق الله رسولزي او د دغې ولسوالۍ د ولسوال انجنیر محمد شریف او امنیه قوماندان سمونیار محمد رفیق افغان په ملتیا د دغې ولسوالۍ منارې کلي ته سفر وکړ.

د ارغنداب ولسوالۍ د شورا مشر حاجي محمد وویل، دا ځل د دې ولسوالۍ ټول اوسېدونکي د وسله والو پر ضد درېږي او نه پرېږدي د هغوی په راتلو بیا د دې ولسوالۍ لارې، کوڅې او باغونه له ماینونو ډک شي، کورونه، پلونه او نور ټولګټي بنسټونه یې وران شي.

هغه زیاته کړه، ولس د خپلو امنیتي ځواکونو تر شا ولاړ دی خو له هغوی غوښتنه کوي چې د ماینونو شنډولو چارې دې چټکې کړي.

د ارغنداب ولسوال انجنیر محمد شریف وویل، وسله والو د دغې ولسوالۍ د اوسېدونکو کورونه، لارې، شاوخوا ۲۰۰ پلونه، روغتیايي مرکزونه او ښوونځي ویجاړ کړي چې مرکزي ادارې یې د بیارغونې ژمنه کړې ده.

دی زیاتوي، اوسمهال د خلکو یوازینۍ ستونزه د ماینونو ده چې لا هم د خلکو په کورونو، باغونو او لارو کې خښ شوي پاتې دي او د هغوی ژوند ګواښي.

نوموړي هم له امنیتي چارواکو غوښتنه وکړه چې د ماینونو شنډولو چاره دې چټکه شي.

د ارغنداب امنیه قوماندان سمونیار محمد رفیق افغان وویل، خلکو له خپلو امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړه او همدا د دې لامل شوه چې وسله وال له دې ولسوالۍ وایستل شول.

د کندهار امنیه قوماندان سمونوال سید شریف سرتیپ وویل، وسله والو ته به بیا اجازه ور نه کړل شي چې ارغنداب ولسوالۍ ته راشي.

هغه د امنیتي ځواکونو د انجنیري ټیمونو ته لارښوونه وکړه چې هر څه ژر په لارو، کورونو، کروندو او باغونو کې پاتې ماینونه کشف او شنډ کړي.

د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان تورنجنرال شفیق الله رسولري وویل، چې په ارغنداب ولسوالۍ کې افغان ځواکونو په خپلواکه توګه عملایت وکړل او بهرنیو ځواکونو ورسره مرسته نه ده کړې.

هغه له خلکو وغوښتل چې د خپلې ولسوالۍ د امنیت ساتلو په چارو کې د امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.

په ارغنداب ولسوالۍ کې شاوخوا شپږ میاشتې د وسله والو او افغان ځواکونو تر منځ درنه جګړه وشوه چې په پایله کې یې تېره میاشت دغه ولسوالي له وسله والو پاکه شوه.

د جګړې له امله د ارغنداب له ۴۲ کلیو څخه ۴۲۰۰ کورنۍ بې ځایه شوې وې چې ډېرې یې بېرته ستنې شوي او نورې د ستنېدو په حال کې دي.

ستنېدونکي وايي، ارغنداب ولسوالي له وسله والو پاکه شوه خو د ماینونو له خطره نه ده خوندي شوې.

د کندهار د میرویس روغتون د شمېرو له مخې، په تېرو څو اوونیو کې دغه روغتون ته تر ۱۰۰ ډېر ټپیان او جسدونه ور وړل شوي چې د ماینونو ښکار شوي وو.

څو اوونۍ وړاندې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ارغنداب په تړاو غونډه جوړه شوې وه چې د ولسمشر له خوا په کې د دې ولسوالۍ اړوند ځينې پرېکړې وشوې.

ولسمشر غني د ارغنداب له ولسونو او مشرانو سره د غمشریکۍ پرمهال د چارو ادارې رئیس ته لارښوونه وکړه چې په ارغنداب کې د طالبانو له لوري د اېښودل شویو ماینونو د لرې کولو لپاره دې له ماین پاکۍ موسسو سره خبرې او واضح تړون وشي.

نوموړي د کورنیو چارو وزارت ته دستور ورکړ چې دغه ایښودل شوي ماینونه دې عکاسي شي او په مستند ډول دې له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې سره شریک شي.

ولسمشر په ارغنداب ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري زیاتې ویجاړۍ ته په اشارې د کرنې، کلیو پراختیا، عامې روغتیا، پوهنې، ارشاد، حج او اوقافو وزارتونو او پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته لارښوونه وکړه چې په شریکه او کندهار والي سره په همغږۍ دې د مرستې او بیارغونې چارې ترسره کړي.

ولسمشر لارښوونه وکړه چې له بې ځایه شویو کورنیو سره د عادلانه مرستو د وېش ترڅنګ دې د خلکو د ویجاړو شویو کورونو د بېرته رغولو په موخه له دوی سره د مرستې واضح ترتیب برابر شي.

ولسمشر غني په راتلونکي کې د دغه ډول وحشت د مخنیوي په موخه د کندهار او په ځانګړي ډول د ارغنداب ولسوالۍ له مشرانو وغوښتل چې له محلي ادارې او په ځانګړي ډول امنیتي او دفاعي ځواکونو سره دې همکاري وکړي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.