کابل (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۰): کابل کې د سرای شهزاده صرافان ادعا کړې چې د کابل د شکردرې ولسوالۍ امنیه قوماندان کسانو د دوی هغه څلورنیم میلیون ډالر غلا کړي چې شمالي ولایتونو ته یې لېږدول.
د پژواک له خوا د ترلاسه شوو اسنادو له مخې، د حاجي نورالله کټوازي په نوم یوه صراف د کابل امنیې قوماندانۍ د جنایي څېړنو ریاست ته په شکایت پاڼه کې لیکلي چې د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې وسله والو کسانو د ده پيسې غلا کړې دي.
هغه زیاته کړې چې په دې قضیه کې د سرای شهزاده پر یوه صراف احمد شهیر ادعا او شک لرم چې له وسله والو سره یې لاس درلود.
کټوازي غوښتنه کړې چې یاد کس دې ونیول شي او د موضوع په تړاو دې ترې پوښتنې وشي. دغه راز د یاد صراف ورور او د ولسي جرګې غړی میرزامحمد کټوازی وایي چې د شهیر په نوم دغه صراف د شکردرې ولسوالۍ له پولیسو سره لاس لري.
کټوازي پژواک ته وویل، هغه موټر چې په کې پيسې انتقالېدې، د شکردرې ولسوالۍ د امنیه قوماندان کسان سړک ته ورته راوتلي او څلورنیم میلیونه ډالر یې لوټ کړي دي.
کټوازي د دې په یادونه چې د شهیر صراف په ګډون پنځه کسان تر اوسه نیول شوي او د نورو د نیولو لړۍ هم روانه ده، وویل: "د صرافانو مستقیمه ادعا د شکردرې پر امنیه قوماندان میر رحمت الله ګذر باندې ده او هغه دا پیسې اخیستې دي."
د کابل د جنايي پېښو د څېړنو ریاست د دې عریضې په ځواب کې د سرای شهزاده د صرافانو اتحادیې ته په استعلام کې ځینې پوښتنې لېږلې چې باید ځواب شي.
په دغه استعلام کې د پوښتنو په بڼه داسې راغلي چې ایا نورالله کټوازی د فعالیت جواز لري؟ په سرای شهزاده کې یې د دوکان نمبر څو دی؟ پانګه یې څومره او له اتحادیې سره ثبت ده؟ ایا اتحادیه د هغه له خوا د څلورنیم میلیونه ډالرو له انتقال څخه خبره وه؟ ولایت یا بهر ته د دې پيسو له انتقال څخه د افغانستان بانک خبره و او حاجي نعیم ستاسو اتحادیه کې ثبت دی؟
د سرای شهزاده د صرافانو اتحادیې مشر میر افغان صافي د جنایي څېړنو ریاست د استعلام په ځواب کې لیکلي چې نورالله کټوازی ثبت او راجستر دی او د فعالیت جواز هم لري. خو هغه زیاته کړې چې د امنیتي ملحوظاتو له امله صرافان د خپلو پیسو مقدار او د انتقال په اړه چا ته معلومات نه ورکوي.
د هغه په خبره چې د قانون له مخې صرافان مکلف نه دي چې ولایتونو ته د پيسو د انتقال په اړه د افغانستان بانک خبر کړي، خو که بهر ته یې لېږي، نو بیا یې په جریان کې کوي.
صافي د حاجي نعیم په اړه ویلي چې هغه په اصل کې زرګر دی، خو کله کله په سرای شهزاده کې لاس په لاس صرافي هم کوي.
دغه راز د صرافانو اتحادیې مشر میرافغان صافي د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح د دفتر په نوم هم عریضه











