ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مسوولين: طالبانو سيدکرم کې يو جوړېدونکی روغتون په ماينونو الوځولی دی

مسوولين: طالبانو سيدکرم کې يو جوړېدونکی روغتون په ماينونو الوځولی دی

author avatar
13 Jun 2021 - 17:30
مسوولين: طالبانو سيدکرم کې يو جوړېدونکی روغتون په ماينونو الوځولی دی
author avatar
13 Jun 2021 - 17:30

ګردېز (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۰): د پکتيا ځايي مسوولين ادعا کوي چې وسله والو طالبانو په سيدکرم ولسوالۍ کې يو نوی جوړېدونکی لوی روغتون په ماینونو الوځولی دی، خو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

دوی وايي، ياد روغتون د دغې ولسوالي مقام ته څېرمه په ۷۷.۷ ميليونه افغانۍ جوړېده چې په خبره يې شاوخوا ۷۰ سلنه چارې يې هم تر سره شوې وې.

د پکتيا د والي وياند عبدالرحمن منګل د وسله والو طالبانو دغه چاره د ټولو اصولو خلاف وبلله.

منګل رسنيو ته وويل چې د دغه روغتون په منظورۍ او جوړېدو کې زياتې هڅې شوې وې او په جوړېدو سره به يې د سيمې زرګونه خلک له روغتيايي خدمتونو مستفيد شوي وای.

دغه راز د سيدکرم ولسوال ظاهرشاه زهير هم ياده پېښه تایيدوي او وايي چې د وسله والو طالبانو دغه کار د يادې ډلې اصليت په ګوته کوي.

د يادې ولسوالي اوسېدونکي د وسله والو طالبانو پر ياده کړنه خواشيني او غوسه دي او دا چاره له خلکو سره ښکاره دښمني بولي.

قومي مشر حاجي عبدالله جيلاني پژواک ته وويل چې د طالبانو خبرې او عمل هېڅ اړخ نه سره لګوي او د يادې ډلې وسله وال تر خپل واک او نفوذ لاندې سيمو کې هغه چارې روانې کړي چې په خبره يې څوک يې په اړه فکر هم نه شي کولی.

د عامې روغتيا او ښار جوړولو رياستونه هم په ماینونو د ياد روغتون د الوځولو پر پېښه ژوره خواشيني څرګندوي او وايي چې د هېواد له پرمختګ او خلکو ته د اسانتياوو د برابرېدو پر وړاندې بايد ستونزې جوړې نه شي.

د دغه روغتون د جوړوونکي قراردادي شرکت مسوول محمدالله وايي چې يادې ډلې تر دې وړاندې هم د دغه روغتون د ودانۍ جوړېدو له چارو سره مخالفت ښودلی او له دوی څخه يې د څه باندې ٧ ميليونه افغانيو ورکولو غوښتنه کړې وه.

نوموړی وايي چې د دې پيسو د نه ورکولو له امله يې يوه شپه د ودانۍ ځينې کارکوونکي وهلي او له هغوی څخه يې پيسې او موبايلونه هم وړي و.

بل لورته طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

خو تر دې وړاندې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته ويلي و چې هره ترسره کېدونکې پروژه بايد د دوى د تدارکاتو کمېسيون اجازه لیک له ځانه سره ولري.

Visits: 33

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.