ژبه

محب قزاقستان ته ولاړ، عبدالله او اتمر ترکيې ته ځي

کابل (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۰): د ملي امنيت سلاکار ډاکتر حمدالله محب قزاقستان ته تللی، د  ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله او د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ترکیې ته ځي.

د ملي امنيت شورا له خوا د غبرګولي په ۲۷مه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې حمدالله محب نن د يوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ قزاقستان ته ولاړ.

سرچینې زیاته کړې چې د ملي امنيت سلاکار به په دغه سفر کې د دغه هېواد له لوړپوړو سیاسي او امنیتي مقاماتو سره وګوري.

بلخوا ټاکل شوې ده چې د  ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله او د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر نن په یوه نړیوال کنفرانس کې د ګډون په موخه ترکیې ته ولاړ شي.

د یادې شورا یوې سرچینې پژواک ته وویل چې له عبدالله سره په دغه سفر کې یو شمېر نور دولتي چارواکي هم ملتیا کوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد هم پژواک ته ومنله چې د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر په یاد نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره نن ترکیې ته ځي.

دا نړیوال کنفرانس چې ټاکل شوې سبا د ترکیې په انتالیا ښار کې ترسره شي، په کې د نړۍ د ۴۰ هېوادونو استازي ګډون کوي.

بلخوا د بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې حنیف اتمر د ترکیې له سفیر سره د یاد کنفرانس په اړه خبرې کړې دي.

ورته موضوع