ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچینې: طالبانو په دوو ولایتونو کې پنځه ولسوالۍ نیولې دي

سرچینې: طالبانو په دوو ولایتونو کې پنځه ولسوالۍ نیولې دي

author avatar
22 Jun 2021 - 15:29
سرچینې: طالبانو په دوو ولایتونو کې پنځه ولسوالۍ نیولې دي
author avatar
22 Jun 2021 - 15:29

کابل(پژواک،۱ چنګاښ ۱۴۰۰): سیمه ییزې سرچینې وايي چې طالبانو تېره شپه د جوزجان ولایت قرقین او خماب ولسوالۍ او د پکتیا ولایت ځاځي اریوب، احمدخېل او لجه منګل ولسوالۍ نیولې دي.

د جوزجان قرقین او خماب ولسوالۍ

د طالبانو ویاند ذبېح الله مجاهد ادعا کړې چې د دوی کسانو تېره شپه له جګړې پرته د جوزجان ولایت خماب او قرقین ولسوالۍ نیولې او ډېره اندازه وسلې او مهمات یې لاس ته ورغلي دي.

د جوزجان مرستیال والي عبدالقادر مالیه پژواک ته منلې چې له امنیتي سرتېرو سره اړیکه پرې شوې خو د معلوماتو له مخې، طالبان تر اوسه ولسوالۍ ته نه دي داخل شوي.

هغه په ډاګه کړه: ((د دولت مخالفین له تبلیغي جګړې په استفاده غواړي د خلکو ترمنځ روحیه خرابه کړي.))

د قرقین ولسوالۍ اوسېدونکي غلام سخي وویل، امنیتي سرتېرو تېر مازیګر خپل ټول تجهیزات د قرقین او خماب ولسوالیو له مرکزونو ایستلي او خواجه دوکوه ولسوالۍ ته یې انتقال کړي دي.

هغه زیاته کړه چې تېره شپه په دواړو ولسوالیو کې د قدرت تشه وه، نه ترې دولتي سرتېرو او نه ترې طالبانو خبر درلود.

نوموړي وویل، طالبان نن سهار اووه بجې د قرقین ولسوالۍ مرکز ته داخل شوي، په بازار او کوڅو کې یې پر موټرسایکل تګ راتګ کاوه.

د پکتیا ولایت ځاځي اریوب، احمدخېل او لجه منګل ولسوالۍ طالبانو نیولې دي You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.