Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مشرانو جرګه: د برېښنا پایو الوځوونکو ته دې سزا ورکړل شي

کابل (پژواک، ۶ چنګاښ ۱۴۰۰): د مشرانو جرګې ځیني غړي وایي چې حکومت دې له خلکو سره په همکارۍ د برېښنا پایو الوځولو مخنیوي لپاره اقدام وکړي او هغه کسان دې په سزا ورسوي چې دغه کار ترسره کوي.

د راپورونو له مخې، په تېره یوه میاشت کې ناپېژاندو کسانو د کابل په شمال کې د برېښنا تر ۱۲ ډېرې پایې ویجاړې کړې، خو بیارغول شوې او د کابل او ځینو نورو ولایتونو پرې شوې برېښنا وصل شوې ده.

دوه اوونۍ مخکې هم د برېښنا دوه پایې والوځول شوې او د کابل په ګډون د یوولسو ولایتونو برېښنا پرې شوه. د برېښنا شرکت تېره پنجشنبه اعلان وکړ چې دغه پایې به په ۷۲ ساعتونو کې ترمیم او پرې شوې برېښنا به ونښلول  شي.

د برېښنا شرکت تېر ماښام  اعلان وکړ چې پروان ولایت د سالنګ په اهنګرانو سیمه کې دوه ویجاړې شوې پایې ترمیم او د بغلان  په خنجان ولسوالۍ کې پرې شوي مزي ونښلول شول؛ خو دغه شرکت د شپې نهه بجې بیا اعلان وکړ چې د برېښنا یوې پایې ته د پروان په رباط سیمه کې چاودنه ورکړل شوې او د برېښنا جریان پرې شوی دی.

د مشرانو جرګې په نننۍ ناسته کې په دې اړه خبرې وشوې.

د دې جرګې غړې انارکلي هنریار د هغو کسانو پر پیدا کولو ټینګار وکړ چې دغه پایې ویجاړوي او ویې ویل چې باید سزا ورکړل شي.

هغې زیاته کړه، د برېښنا شرکت او حکومت باید د پایو د ساتنې لپاره پلان ترتیب کړي.

د دې جرګې منشي فیصل سمیع هم ورته نظر درلود، ویې ویل، د پایو د امنیت لپاره باید پلان جوړ شي چې دغه پایې د سیمې د خلکو په همکارۍ وساتل شي.

د مشرانو جرګې رییس  فضل هادي مسلمیار هغو کسانو ته په اشاره چې د برېښنا  پایې ویجاړوي، وویل: «هغه کسان چې داسې کړنې ترسره کوي، له طالب او داعش سره هیڅ توپیر نه لري.»

هغه هم له حکومت او د برېښنا له شرکته وغوښتل چې د سیمې خلکو په همکارۍ دې د پایو امنیت ساتلو لپاره هڅه وکړي.

ده زیاته کړه: «هغه کسان چې په دې تړاو نیول شوي، باید ډېر ژر مجازات شي او د عاملان دې په نښه او تر تعقیب لاندې ونیول شي.

د هغه په خبره، د هېواد اوسني وضعیت ته په کتو چې د کرونا ناورغۍ درېیمه څپه د خپرېدو په حال کې او په ځینو کورونو کې ناروغان دي، د برېښنا قطع کول د خلکو په حق کې ظلم دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.