ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بدخشان اوسېدونکي: د حکومت نه پاملرنه د فیض اباد ښار د سقوط لامل کیږي

author avatar
27 Jun 2021 - 18:54
author avatar
27 Jun 2021 - 18:54

فیض اباد(پژواک، ۶ چنګاښ ۱۴۰۰): د بدخشان ښار اوسېدونکي وایي چې دغه ښار د طالبانو په کلابندۍ کې دی او خبرداری ورکوي که امنیتي مسوولین پاملرنه ونه کړي دغه ښار به ډېر ژر د طالبانو لاس ته ولوېږي. 

خو د دغه ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، د بدخشان پر مرکز د طالبانو د بریدونو د مخنیوي لپاره سخت تدابیر لري او دغه ښار به د طالبانو په لاس سقوط ونه کړي.   

د یادونې ده چې طالبانو د خاش او ارغنجخواه ولسوالیو تر سقوط وروسته د فیض اباد ـ او بهارک لویې لارې څو امنیتي پوستې هم نیولې او د فیض اباد ښار دروازو ته نږدې شوي دي. 

د بدخشان یوه اوسېدونکي عبدالصمد شېرزاد وویل چې طالبان اوس مهال د فیض اباد ښار درېیمې ناحیې اړوند خانقاه اوشورابک کلیو کې حضور لري، چې د والي له دفتره څلور کیلومتره واټن لري.    

ده خبرداری ورکړ چې که حکومت دغه وضعیت ته پام ونه کړي ښایي طالبان د بدخشان مرکز فیض اباد ښار ته داخل شي. 

په بدخشان کې د یوه بهرني بنسټ ۴۳ کلن کارکوونکي فردوس پژواک ته وویل: « وروسته له دې چې طالبان فیض اباد ښار ته نږدې ځای پرځای شول، زه د ځان او خپلې کورنۍ په اړه سخت اندېښمن یم.»

هغه دې ته په اشاره چې فیض اباد ښار د طالبانو په لاس د سقوط له خطر سره مخ دی وویل: « طالبان د ښار شاوخوا حضور لري، شورابک، دره جوزګون او اتمه ناحیه یې تر بشپړ کنټرول لاندې دي. د څلورمې ناحیې او اسپنګل برخو کې هم شتون لري.»

که څه هم د بدخشان سیمه ییز چارواکي دا مني چې طالبان د بدخشان ښار شاوخوا شته؛ خو ټینګار کوي چې دولتي ځواکونه به طالبانو ته د فیض اباد ښار د سقوط اجازه ورنه کړي.

د بدخشان والي احمد بشیر صمیم وویل، همدا اوس د سلګونه امنیتي ځواکونو ترڅنګ ۴۰۰ ولسي پاڅون کوونکي د بهارک ــ فیض اباد پر لویه لار، شورابک کلي کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې موجود دي.

 ده زیاته کړه چې ډېر ژر به د طالبانو له وجوده د سقوط شوو سیمو، فیض اباد ــ بهارک لویې لارې او ولسوالیو د پاکولو لپاره چاڼیز عملیات پیل کړي.

نوموړي په ډاګه کړه:« په ټولیز ډول په ټول افغانستان کې وضعیت خراب دی. مخکې هم د ولایت مرکز په شاوخوا سیمو کې طالبان موجود وو، په دې ورځو کې یې یوازې د لویې لارې څو پوستې نیولې دي، خو ان شاالله ډېر ژر به وضعیت بدل شي.))

خاش، ارغنجخواه او یمګان ولسوالۍ اوس مهال د طالبانو په لاس کې دي. 

 

Visits: 83

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.