ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د جګړو له ډېرېدو سره بېکاري ډېره شوې ده

ننګرهار کې د جګړو له ډېرېدو سره بېکاري ډېره شوې ده

author avatar
4 Jul 2021 - 15:44
ننګرهار کې د جګړو له ډېرېدو سره بېکاري ډېره شوې ده
author avatar
4 Jul 2021 - 15:44

جلال اباد (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۰): د ننګرهار په يو شمېر ولسواليو کې د جګړو د شدت له امله جلال اباد ښار کې د وزګارتيا کچه لوړه شوې چې خلک يې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

د جلال اباد ښار د مخابراتو او تلاشۍ چوکونو ترمنځ عمومي سړک هغه ځاى دى چې خلک په کې له کلونو راهيسې د کار پيدا کېدو په تمه درېږي.

په دغه ځاى کې ولاړ خلک وايي، اوس چې په ولسواليو کې جنګ دی، خلک ښار ته کډه شوي، نو دوی ته په ورځو ورځو کار نه پيدا کېږي.

د همدې سيمې کاريګر وايي، پخوا تر غرمې پورې هرو مرو ورته کار پيدا کېدهؤ خو اوس چې وزګاره کسان زيات شوي، نو ډېرو ته يې په ورځو ورځو هم کار نه پيدا کېږي او همدغلته د کار په تمه ولاړ وي.

د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکی اول خان چې هره ورځ چوک ته د مزدورۍ پيدا کولو په خاطر راځي، وايي، نه ورته کار پيدا کېږي او نه ورسره د دولت له خوا کومه همکاري کېږي.

دی زياتوي: “چوکونو کې هسې چټي ناست يو، کار روزګار نشته، خلک سهار راځي او ماښام ځي، کار نشته، دا اته مياشتې حالات بېخي خراب دي.”

دا کاريګر غوښتنه کوي چې ولسواليو کې دې جګړې مهار، خلکو ته دې بېرته د تګ زمينه برابره شي او هم دې د فابريکو په جوړولو سره شته خلکو ته د کار زمينه برابره کړي.

د افغانستان د خواريکښو او مزدورانو سراسري اتحاديه هم په ولسوالیو کې د امنيت له خرابوالي وروسته د وزګارتيا کچې د ډېروالي په اړه اندېښنه لري.

د دې اتحاديې مشر ډاکتر محمد لياقت عادل پژواک اژانس ته وويل چې د نا امنۍ او فساد زياتوالی او د صنعتي فابريکو او حق نه ورکړې کمښت هغه څه دي چې بې روزګاري يې ډېره کړې ده.

نوموړي وويل: “په عمومي ډول ويلای شو چې امنيت په هېواد کې وجود ولري، مفسد او فساد له منځه لاړ شي او سرمايه ګذاري وشي، نو د بې روزګارۍ کچه ورسره کمېدلای شي.”

د ننګرهار ولايت مدني فعالان هم اندېښمن دي چې د نا امنۍ ډېروالي له امله د وزګارتيا کچه ډېره شوې او هره ورځ سلګونه ځوانان هېواد پرېښودو ته اړ کېږي.

په ننګرهار کې د ځوان فکري خوځښت ټولنې مشر حيات الله حميدي پژواک اژانس ته وويل چې د جګړو شدت خلک بې روزګاره کړي او د بې روزګارۍ له امله خلک سوال کولو ته اړ شوي دي.

د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رييس رحمت الله زيامل وايي، تر اوسه ورته داسې څوک نه دي عارض شوي چې د جګړو له امله بې روزګاره شوی وي خو وايي، ښايي دا ډول معلومات د کډوالو چارو له رياست سره موجود وي.

پژواک هڅه وکړه چې د کډوالو چارو ادارې نظر له ځان سره ولري خو له بيا ځلي اړيکو نيولو وروسته هم په دغه چاره بريالي نه شو.

دا په داسې حال کې ده چې په ټول هېواد کې جګړو زور اخیستی چې له امله یې ګڼ شمېر کورنۍ سيمو ته کډه شوې او ځوانان يې وزګار شوي دي.

Visits: 70

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.