ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: د حيرتان سوداګريز بندر پر دفاعي پوستو د طالبانو بريد دفع شوی

چارواکي: د حيرتان سوداګريز بندر پر دفاعي پوستو د طالبانو بريد دفع شوی

author avatar
11 Jul 2021 - 17:24
چارواکي: د حيرتان سوداګريز بندر پر دفاعي پوستو د طالبانو بريد دفع شوی
author avatar
11 Jul 2021 - 17:24

مزارشريف ( پژواک، ۲۰چنګاښ ۱۴۰۰) : په بلخ کې سيمه ييزې سرچينې تاييدوي، چې تېره شپه طالبانو د حيرتان سوداګريز بندر پر دفاعي پوستو بريد کړی، چې جګړه تر سهاره روانه وه.

د بلخ امنيه قوماندان جنرال محمد داوود تره خېل پژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه دوه نيمې بجې طالبانو د بلخ کلدار ولسوالۍ په مربوطاتو کې د حيرتان سوداګريز بندر پر دفاعي پوستو بريد وکړ.

هغه زياته کړه چې د طالبانو دغه بريد د امنيتي ځواکونو له متقابل عکس العمل سره مخ شو، چې پايله کې يې نښته تر سهاره روانه وه.

جنرال تره خېل زياتوي چې د جګړې په پايله کې د طالبانو بريد پر شا وتمبول شو او په وينا یې د لومړنيو معلوماتو پر اساس په ياده نښته کې ۵ طالبان وژل شوي او ۴ تنه نور ټپيان دي.

د بلخ امنيه قوماندان په ياده جګړه کې امنيتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اوښتو په تړاو څه ونه ويل.

په ورته مهال بلخ کې يوه امنيتي سرچينه تاييدوي، چې د حيرتان پر دفاعي پوستو د طالبانو د بريد پايله کې دولتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې؛ خو کره شمېره يې نه ده معلومه شوې.

طالبانو بيا د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې تېره شپه يې د حيرتان بندر يوه دفاعي قرارګاه سقوط کړې ده.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په وينا، په ياده جګړه کې يې ۲۴ تنو دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده. طالبانو په دغه پېښه کې د يوه طالب د وژل کېدو او يوه بل د ټپي کېدو پخلی کړی دی.

د يوه بل خبر له مخې، د بلخ ملي امنيت رياست د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې نن سهار يې د مزارښار نهمې ناحيې په مربوطاتو کې د ځانګړو عملياتو پر مهال د بلخ لپاره د طالبانو د هدفي وژنو مسوول مولوي عبيد وژلی او همدا راز يې د طالبانو يو بل مهم غړی ژوندی نيولی دی.

د ملي امنيت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغو کسانو پر يو لړ هدفي وژنو کې لاس درلود او تازه يې پلان درلود؛ څو مزارښار کې يو څارنوال ترور کړي.

طالبانو بيا تر اوسه د ملي امنيت د دغې خبرپاڼې په تړاو خپل نظر نه دی څرګند کړی.

Visits: 249

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.