ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار په زندان کې ۱۱ بندیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د کندهار په زندان کې ۱۱ بندیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
14 Jul 2021 - 15:27
د کندهار په زندان کې ۱۱ بندیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
14 Jul 2021 - 15:27

کندهار (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۰): د کندهار په زندان کې د بندیانو او پولیسو ترمنځ اخ او ډب شوی چې په پایله کې یې یو بندي وژل شوی او ۱۰ نور بندیان ټپیان شوي دي.

پېښه تېره شپه هغه مهال شوې چې پولیسو غوښتل یو شمېر بندیان کابل ته ولېږدوي.

یوې باوري سرچینې د چنګاښ په ۲۳مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه پولیسو غوښتل یو شمېر بندیان کابل ته ولېږدوي چې بندیانو یې مخنیوی کړی دی.

سرچینه زیاتوي، پر دې مهال د بندیانو او پولیسو تر منځ اخ او ډب رامنځته شو او پولیس ډزو کولو ته اړ شول.

د سرچینې په خبره، په دې پېښه کې یو بندي وژل شوی او ۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

امنیتي مسوولینو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د کندهار عمومي زندان د ښار په لوېديځ کې د سرپوزې په سيمه کې د کندهار- هرات پر لويه لاره پروت دی چېرې چې طالبانو څو ورځې وړاندې بریدونه پیل کړل او ښار ته یې د ننوتلو هڅه وکړه.

له همدې امله دغه زندان ته امنیتي ګواښونه ډېر شوي او په دې لړ کې څو ځلې پر دغه زندان د طالبانو له خوا د برید کولو ګنګوسې هم خپرې شوې دي.

اوسمهال د زندان د ساتنې په موخه سلګونه سرتېري ځای پر ځای شوي دي.

پر دغه محبس په تېرو کلونو کې درې ځله وسله والو مخالفينو بريدونه کړي او هر ځل يې په سلګونو بنديان خوشې کړې دي.

 

Views: 191

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.