ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو ته پر خپل سر د الینګار پرېښودو په تور ځیني مسوولین څارنوالۍ ته ور پېژندل شوي

طالبانو ته پر خپل سر د الینګار پرېښودو په تور ځیني مسوولین څارنوالۍ ته ور پېژندل شوي

author avatar
14 Jul 2021 - 11:14
طالبانو ته پر خپل سر د الینګار پرېښودو په تور ځیني مسوولین څارنوالۍ ته ور پېژندل شوي
author avatar
14 Jul 2021 - 11:14

جلال اباد (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۰): د لغمان ولايت چارواکي وايي، د دغه ولايت د الينګار ولسوالۍ ولسوال، د ملي امنيت، امنيې قوماندانۍ او ملي اردو چارواکي يې پر خپل سر د دې ولسوالۍ د پرېښودو له امله عدلي او قضايي ارګانونو ته ور پېژندلي دي.

وسله والو طالبانو پرون ادعا وکړه چې الينګار ولسوالۍ يې سقوط کړې، خو ولايتي ادارې وويل چې د دې ولسوالۍ مرکز يې بل امن ځای ته انتقال کړی دی.

د لغمان ولايت د رسنيو له دفتر په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولايتي مسوولينو دا پرېکړه پرون ناوخته د نظامي شورا په غونډه کې کړې ده.

په دې غونډه کې چې د والي عبدالولي واحدزي په مشرۍ جوړه شوې وه، په کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مرستیال، د لغمان امنیه قوماندان، د ملي امنیت رييس او د لومړۍ پلې لوا قوماندان هم موجود وو.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د الینګار ولسوال، سرپرست امنیه قوماندان، د ملي اردو د کنډک درستیزوال او د ملي امنیت د امریت مرستیال د لغمان له رهبرۍ د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د مرستې غوښتنه کړې وه چې وسله والو ولسوالۍ تر سخت فشار لاندې راوستې چې هم مهاله د لغمان ولایت د نظامي شورا له لوري د ۲۰۱ سېلاب قول اردو په ګډې همکارۍ ورته پر وخت هوایي ملاتړ ور ورسېد او د وسله والو ګڼ مهم قوماندان له منځه يووړل شول.

خو خبرپاڼه کاږي چې د یادې ولسوالۍ ملکي او نظامي مسوولین مخکې له دې چې ولایتي رهبري په جریان کې کړي، پرون سهار له ولسوالۍ وتلي او هلته یې وسایط او نور تجهیزات پرېيښي دي.

د لغمان والي په مشرۍ د نظامي شورا د پرېکړې له مخې، یاد مسوولین چې په لوی لاس یې له دښمن سره سودا کړې، د مکافاتو او مجازاتو د اصل پلي کېدو په خاطر عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شول، څو قانون پرې عملي کړي او سزا ورکړي، څو نورو ته عبرت وګرځي.

نیول شوي څلور واړه اوس مهال په ملي امنیت ریاست کې تر جدي پوښتنو او ګرویږنو لاندې دي.

په خبرپاڼه کې ډاډ ورکړل شوی چې په الینګار ولسوالۍ کې بېرته د قوتونو د ځای پر ځای کولو په موخه به ډېر ژر هر اړخیز اقدامات ترسره شي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.