ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“له افغانستان او افغانانو سره د ایټالیا د حکومت او خلکو ژمنتیا پر خپل ځای ده”

“له افغانستان او افغانانو سره د ایټالیا د حکومت او خلکو ژمنتیا پر خپل ځای ده”

author avatar
14 Jul 2021 - 18:45
“له افغانستان او افغانانو سره د ایټالیا د حکومت او خلکو ژمنتیا پر خپل ځای ده”
author avatar
14 Jul 2021 - 18:45

کابل (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۰): د ایټالیا لومړی وزیر د دې هېواد او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا د غوښتنې ترڅنګ وايي، له افغانستان او افغانانو سره د ایټالیا د حکومت او خلکو ژمنتیا پر خپل ځای ده.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې جمهور رئیس محمد اشرف غني نن ماسپښین د ایټالیا له لومړي وزیر ماریو دراګي سره ټیلېفوني خبرې وکړې.

سرچينه زياتوي، په دې ټیلېفوني مکالمه کې، د هېواد جمهورر ئیس په امنیتي او د بیارغونې برخو په ځانګړي ډول هرات ولایت کې د ایټالیا دولت او خلکو د مرستو قدرداني وکړه ویې ویل، په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان له ایمرجنسي روغتون سره د دغه هېواد مرستې اغېزناکې وې.

هغه همداراز هیله وښوده چې له بین المللي ټولنې سره د افغانستان د اړیکو په نوي فصل کې د دواړو هېوادونو مناسبات تر پخوا لا زیات پراخ او دوام وکړي.

د خبرپاڼې په حواله، د ایټالیا لومړي وزیر ماریو دراګي له جمهور رئیس څخه د مننې کولو ترڅنګ وویل، ایټالیا د افغانانو ملګرې ده، زموږ ځواکونه له افغانستان څخه وتلي، خو له افغانستان او افغانانو سره د ایټالیا د حکومت او خلکو ژمنتیا پرخپل ځای ده.

هغه همداراز د ایټالیا او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزه اړیکو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.