مزارشريف (پژواک، ۲۴چنګاښ ۱۴۰۰): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې لسګونو مېرمنو له حکومت او طالبانو څخه د دايمي اوربند او تلپاتې سولې غوښتنه وکړه.
دغه غونډه د چنګاښ په ۲۴مه، مزارښار کې د سولې لپاره د ښځو ايتلاف له خوا جوړه شوې وه، چې په کې د تېرو دوه لسيزو لاسته راوړنو پر خونديتوب هم ټينګار وشو.
د سولې لپاره د ښځو ايتلاف يوې مسوولې روينا نور پژواک ته وويل چې روانه جګړه افغانانو ته له زيان اړولو پرته هېڅ ډول پيغام نه لري.
هغې زیاته کړه، د سولې لپاره د ښځو ايتلاف د هېواد په ټولو ولايتونو کې د شاوخوا پنځه سوه زره مېرمنو لاسليکونه راټول کړي، څو په دې ډول له ښکېلو اړخونو وغواړي چې جنګ بس کړي.
روینا نور وایي، طالبان او حکومت بايد معناداره خبرې پيل کړي څو په نږدې راتلونکې کې د جګړې د پای ته رسېدو په لار کې يو مهم ګام پورته شي.
نوموړې همدا راز وايي چې د جنګ ښکېل اړخونه دې د جګړو پر مهال د عامو افغانانو د ژوند خونديتوب ته په جدي ډول پاملرنه وکړي.
په بلخ کې د ښځو د حقونو يوې فعالې رويا وزيري پژواک ته وويل، چې افغانان د سولې تر څنګ د هېواد د تېرو دوو لسيزو لاسته راوړنو د خوندیتوب غوښتنه هم کوي.
د هغې په خبره، هر هغه توافق به خلکو ته د منلو وړ نه وي چې ورسره افغانستان يو ځل بيا شل کاله پخواني حالت ته ور ورګرځي.
نوموړې وايي چې د مذاکراتو د مېز اړخونه بايد د روان افغان وژنې د مخنيوي په خاطر له پوره انعطاف څخه کار واخلي.
د پروګرام يوه بله ګډونواله ساجده عزيزي وايي چې طالبان بايد د جګړې پر ځای د سولې خبرو ته ډېر وخت ورکړي.
هغه زياتوي چې په هېواد کې د روانې جګړې له امله افغانانو ته ګڼ شمېر زيانونه اوښتي او بايد سمدستي اوربند وشي.