ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ارګ کې د اختر د لمانځه پر مهال، کابل ښار کې درې راکټونه ولګېدل

ارګ کې د اختر د لمانځه پر مهال، کابل ښار کې درې راکټونه ولګېدل

author avatar
20 Jul 2021 - 09:54
ارګ کې د اختر د لمانځه پر مهال، کابل ښار کې درې راکټونه ولګېدل
author avatar
20 Jul 2021 - 09:54

کابل (پژواک،۲۹ سرطان ۱۴۰۰): د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې هغه مهال درې راکټونه ولګېدل چې ولسمشر او یو شمېر نور چارواکي ارګ کې د اختر لمانځه پر ادا کولو بوخت وو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزی وایي، د دولت وسله والو مخالفینو دغه راکټونه له یو کرولا موټر په ګټې اخستنې سره، د کابل ښار د څلورمې ناحیې اړوند د درېیم پروان له سیمې توغولي دي.

د هغه په وینا، له دغو راکټونو یو د عیدګاه جومات او بل ګلبهار سنټر ته څېرمه او درېیم په حضوري چمن کې لګېدلی دی.

ده وویل چې په دې اړه جزییات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

ولسمشر محمد اشرف غني، ارګ کې د اختر لمانځه تر ادا کولو وروسته وویل: «د څو راکټونو توغول زموږ د لمانځه د  ترک لامل نه شي کېدای، زموږ پیغام د ژوند پیغام دی، خو د راکټ ویشتلو پیغام د مرګ پیغام دی، طالبان تاریکي راوړي خو موږ روښنایي راوړو.»

د هغه په وینا، څوک نه شي کولای د راکټونو په توغولو سره د افغانستان پر خلکو حاکم شي.

د یادو راکټونو د توغولو مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخستی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، دغه برید طالبانو نه دی کړی.

Visits: 204

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.