ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني: د طالبانو لپاره یوازینۍ حل لاره داسې سیاسي توافق دی چې د ټولو خلکو خوښه په کې وي

غني: د طالبانو لپاره یوازینۍ حل لاره داسې سیاسي توافق دی چې د ټولو خلکو خوښه په کې وي

author avatar
28 Jul 2021 - 19:21
غني: د طالبانو لپاره یوازینۍ حل لاره داسې سیاسي توافق دی چې د ټولو خلکو خوښه په کې وي
author avatar
28 Jul 2021 - 19:21

کابل (پژواک،۶ زمری ۱۴۰۰): ولسمشر غني د طالبانو لپاره یوازینۍ حل لاره هغه توافق ګڼي چې د ټولو خلکو رضایت په کې وي او وايي، د هېواد اوسنۍ جګړه د ترهګرو شبکو جګړه ده چې افغانان یې پر وړاندې درېږي.

ولسمشر غني نن د «نظارت او انسجام؛ بورډ (JCMB) ځانګړې ناسته کې چې ارګ کې جوړه شوې وه وویل: ((ماحول تغییر کړی، د نړیوال تروریزم له هجوم سره مخ یو، خو خلک دې ډاډه وي چې جمهوریت ساتل کېږي او نړیواله ټولنه د افغانستان ترڅنګ ده.»

دی وايي چې په نړۍ کې دیني عالمانو ویلي، د طالبانو جګړه دیني او مذهبي اړخ نه لري، ځکه د غني په خبره د طالبانو له خوا دغه تاوتریخوالی او جګړه د ټولو اصولو او قواعدو خلاف ده.

هغه زیاته کړه: ((موږ پر پایداره او عادلانه سوله او د جګړې پر پای ته رسېدو باور لرو.))

غني وویل: ((افغانستان کې د ترهګرو شبکو جګړه روانه ده، افغانستان کې د افغاناناو ترمنځ جګړه نه ده او نه هم افغان، افغان وژني، ترهګرې شبکې افغانستان وژني او افغانان د دوی پر وړاندې درېږي، موږ له طالبانو سره په سوله باوري یو او خبرې روانې دي.))

هغه زیاته کړه: ((د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام له نوم ښکاره ده چې موږ په داخلي او بهرنیو اړیکو کې اسلامي ارزښتونه د یو اصل په توګه عملي کوو، د طالبانو لپاره یوازینۍ حل لاره سیاسي توافق دی چې د ټولو خلکو رضایت په کې وي.))

هغه وايي، هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره یې طالبانو ته له وخت مخکې د ټاکنو ترسره کېدو وړاندیز کړی دی.

ولسمشر وویل: ((خلک سوله غواړي او زموږ د ګاونډیو ګټه هم افغانستان کې په سوله او ثبات کې ده.))

د غني په خبره، افغان حکومت هیڅکله له ناټو او امریکا نه دي غوښتي چې له افغانستانه د وتلو پر تصمیم دې بیا غور وکړي.

هغه وايي، د ناټو او امریکا له وتلو وروسته افغانستان له نړۍ سره د اړیکو تازه څپرکي ته داخل شوی او له دې امله خوشحاله دی.

هغه د افغانستان اساسي قانون نړۍ کې تر ټولو اسلامي قانون وباله او ویې ویل، طالبان دې په ټاکنو کې ګډون وکړي څو ولیدل شي چې د افغانستان خلک څوک انتخابوي.

نوموړی وايي، د هېواد ډېری سرچینې کورنیو چارو او دفاع وزارتونه مصرفوي خو دی د مدیریت لپاره تر ډېره قصد لري چې د یادو وزارتونو لګښتونه کم کړي.

ولسمشر له جزییاتو پرته وویل: ((سره له دې چې روان کال له وچکالۍ، کرونا او جګړې سره مخ یو، خو درې سلنه تورم او یو سلنه اقتصادي وده د افغانستان لپاره ښه خبر دی.))

هغه وویل، راتلونکې اونۍ «د افغانستان د ډیجیټال کېدو بهیر» هم پیلېږي.

د ملي مصالحې عالي شورا عبدالله عبدالله په دې ناسته کې وویل، د تاوتریخوالي ډېرېدو د خلکو پر ژوند منفي اغېز کړی او په دوحه کې روانې د سولې خبرو بهیر د تمې خلاف سست روان دی.

هغه د سولې خبرو په بهیر کې د ښځو حقونو په ځانګړې توګه ښځو او نجونو د تحصیل پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل، که یو لوری په دې باور وي چې د افغانستان د ستونزې لپاره حللاره پیدا کړي هېڅ شی به ترلاسه نه کړي.

Views: 29

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.