ژبه

مزار شریف کې د ماین چاودنې ۵ کسان ټپیان کړل

توسط جاوید احمد

جولای 30, 2021 - 9:48 pm

Views: 226

مزار شریف ( پژواک ۸ زمری ۱۴۰۰)ځایی مسوولین وایی چی مزار شریف ښار کې ماین چاودنې ۵ کسان ټپیان کړل

بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل پژواک ته وویل چې دغه چاودنه د جمعې ورځې په ماسپښین د مزار ښار زراعت کارته کې شوې ده.

هغه زیاته کړه چې په یاده چاودنه کې ۵ کسان ټپیان شوي دي.

عادل په دې تړاو نور جزیات ورنکړل

په ورته مهال له مزاره د تښتول شوي ماشوم عبدالروف پلار محمد نبي پژواک ته وویل چې چاودنه ده پورې اړوند د تیلو یو ټانګ کې شوه ده.

محمد نبي د چاودنې عاملین د خپل زوی تښتوونکي بولي او وایي چې د ده د وژلو هدف یې درلود.

د هغه په خبره چاودنه کې د ده د څلورو ساتونکو په ګډون ۹ کسان ټپیان شوي دي.