ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبان: امریکا پر افغانستان اقتصادي فشار راوړي چې”دا په ولس ظلم دی”

طالبان: امریکا پر افغانستان اقتصادي فشار راوړي چې”دا په ولس ظلم دی”

author avatar
22 Aug 2021 - 16:00
طالبان: امریکا پر افغانستان اقتصادي فشار راوړي چې”دا په ولس ظلم دی”
author avatar
22 Aug 2021 - 16:00

کابل (پژواک، ۳۱ زمری ۱۴۰۰) : د طالبانو د اسلامي دعوت او ارشاد کمېسیون مشر امیرخان متقي وايي، د امریکا له لوري پر افغانانو اقتصادي فشار اچول، بندیزونه لګول او د افغانانو پر وړاندې نړیوال هڅول اخلاقي جرم دی.

هغه دغه څرګندونې نن (د زمري په ۳۱مه) په یوه غږیز پیغام کې کړې چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپلې ټوېټرپاڼې خپور کړی دی.

امیرخان متقي وايي:"د امریکا ولسمشر مستقیما د کابل هوايي ډګر ته متوجه دی، خو د یوه هوايي ډګر مدیریت چې نه شي کولی او هلته په ولس هوايي ډزې کېږي، خو له دې هر څه نه باید ډډه وشي او په دې ملت باندې نور فشار اچول، د بندیزونو هڅه کول، نړیوال هڅول دا اخلاقي جرم دی او مناسب هم نه ده؛ نور باید پر افغانانو ټول نړیوال رحم وکړي."

ده یادې څرګندونې په داسې حال کې کړې چې تېره اوونۍ د طالبانو له خوا د کابل تر نیولو وروسته زرګونه کسان د کابل هوایي ډګر په شاوخوا کې راټول دي او بهر ته د تګ هڅه کوي. په دغه هوایي ډګر کې امریکایي ځواکونه مېشت دي تر څو خپل اتباع او هغه افغانان له افغانستانه وباسي چې له هغوی سره یې کار کړی.

د یاد ډګر دننه او بهر شاوخوا سیمو کې د ګڼې ګوڼې او هلته د امنیتي کسانو د ډزو له امله تر اوسه شاوخوا شلو تنو ژوند له لاسه ورکړی او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

هغه وایي: "دا چې امریکایان خپل پلویان په ناقانوني ډول له هېواده باسي، دا هم نامناسبه ده، هېڅ وګړی د دنیا په هېڅ کونج کې محصور نه دی، هرڅوک کولی شي چې د پاسپورټ او ویزې له لارې لاړ شي، خو دا چې دوی اوس په زور دا کار کوي، نو دا د نړیوالو اصولو تر پښو لاندې کول دي چې له دې باید ډډه وشي."

متقي زیاتوي، امریکا هڅه کوي چې پر افغانستان اقتصادي فشار راوړي، د ټول افغانستان هوايي ډګرونه د کابل هوايي ډګر کې د امریکایانو د شتون له امله له رکود سره مخامخ دي چې دا په "ولس ظلم دی."

د امریکا متحده ایالتونو ویلي د طالبانو نړيوال مشروعيت موندلو لپاره به سخت شرايط غوره شي، خو زیاتوي You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.