کابل(پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۰): شنونکي وایي، چین او روسیه د افغانستان د نوي جوړېدونکي حکومت په رسمیت پېژندو ته لېوال ښکاري او امریکا په دې اړه ځکه سخت دریځ غوره کړی، تر څو طالبان د ټولګډونه حکومت جوړېدو ته غاړه کیږدي.
طالبانو د تېرې زمري میاشتې په ۲۴مه کابل ونیو او دا مهال له پنجشېر پرته ټول افغانستان د هغوی په واک کې دی. دا مهال طالبان هڅه کوي چې د افغانستان له سیاسي مشرانو سره په سلا او مشوره ټولو افغانانو ته د منلو وړ حکومت جوړ کړي.
نړیوال غبرګونه
د امریکا متحده ایالتونو ویلي د طالبانو نړيوال مشروعيت موندلو لپاره به سخت شرايط غوره شي. یوه امریکايي چارواکي ویلي دغه چاره د طالبانو په کړنو پورې اړه لري چې له نړۍ سره څه ډول چلند کوي.
د ناټو غړو هېوادونو له افغانستان سره خپلې مرستې ځنډولې، ويلي یې دي چې افغانستان کې راتلونکی حکومت بايد نړيوالو مکلفيتونو ته غاړه کېږدي. د ناټو عمومي منشي ویلي چې د افغانستان نوی حکومت به وروسته له هغه پر رسمیت وپېژندل شي، چې طالبان نړیوالو تعهداتو ته ژمن پاتې شي او هغه پلي کړي.
ملګرو ملتونو پر طالبانو غږ کړی چې د سیاسي جوړجاړي له لارې روان کړکېچ حل کړي او زیاتوي چې د سولې د ټینګښت او د خلکو د حقونو د تحقق لپاره له افغانانو سره پاتې کیږي.
چین په داسې حال کې چې له طالبانو غواړي تر څو د ټولګډونه اسلامي حکومت د جوړېدو لپاره خپله ژمنه پر ځای کړي، غړي You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.











