ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرونا ناروغۍ په کمېدو سره د ماسک پلورونکو بازار کم رنګه شوی

د کرونا ناروغۍ په کمېدو سره د ماسک پلورونکو بازار کم رنګه شوی

author avatar
31 Aug 2021 - 09:43
د کرونا ناروغۍ په کمېدو سره د ماسک پلورونکو بازار کم رنګه شوی
author avatar
31 Aug 2021 - 09:43

کابل(پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۰): د تېرې یوې میاشتې په پرتله پر کرونا د اخته کسانو د شمېر له ۱۱ برابره کمښت سره د ماسک بیه هم څو برابره ټیټه شوې ده.

د یادونې ده چې یوه میاشت مخکې د زمري په لسمه ۴۸۴ کسان پر کرونا اخته وو، خو د وږي په لسمه دغه شمېر ۴۲ کسانو ته را کم شوی دی.

د راپورونو له مخې، د زمري په لسمه ۳۷ کسانو د کرونا ناروغۍ له امله ساه ورکړې وه خو د وږي په لسمه دغه شمېر دوو کسانو ته را کم شوی دی.

ماسک پلورونکي وايي، د کرونا ناروغۍ د اوج پر مهال یې هر ورځ لسګونه درجنه ماسک پلورل، خو اوس مهال هره ورځ تر ۲۰ عدده ډېر ماسکونه نه شي پلورلای.

ماسک پلورونکي: مخکې مو ورځ کې څو درجنه پلورل، خو اوس په یوه اوونۍ کې تر دوه درجنه ډېر پلور نه لرو

د کابل ښار درېیم مکروریانو مارکېټ کې یوه کم عمره هلک محمد اقبال یو درجن ماسک لري او وايي: ((۲۰ ورځې کېږي هېڅ پلور نه لرو، چې ډېر وپلورو د ورځې ۱۰ دانې کېږي.))

نوموړي د ماسک د پلور کچې د کمښت اړوند وویل: ((هیڅ نه پوهېږم چې ولې خلک ماسک کم اخلي.))

په ورته وخت کې د کابل ښار پل باغ عمومي سیمه کې د نوراحمد په نوم بل ماسک پلورونکي هم د ماسک د پلور کچې د کمښت خبره وکړه.

نوموړي وویل: ((یوه میاشت مخکې یې هره ورځ تر لس درجنه ماسک پلورل او ښه ګټه یې کوله، ځکه خلکو ډېر پېرل، خو اوس هره ورځ یو درجن ماسک نه شي پلورلای.))

د سرچینې په خبره، د کرونا ناروغۍ د مثبتو پېښو کمښت ددې لامل شوی چې خلک کم ماسک استفاده کړي، له دې امله یې پلور کم شوی دی.

د کابل ښار تایمني بازار کې د محمد صمیم په نوم ماسک پلورونکي پژواک ته وویل: ((یوه میاشت مخکې یو کس راته یو درجن یا دوه درجنه ماسک یې پېرل، خو اوس یو هم نه شم پلورلای، لامل یې د کرونا ناروغۍ کمښت دی او بله دا چې خلک هم له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.))

خلک: کرونا کمه شوې، ماسک ته اړتیا نشته

د کابل ښار د درېیم مکروریانو اوسېدونکې رابعې پژواک ته وویل: ((کرونا کمه شوې، هېڅ نشته، موږ خپله کورنۍ کې هېڅ ماسک نه استفاده کوو، اضافي مصرف دی.))

هغه وايي، د کرونا ویروس د خپرېدو پر مهال یې د کورنۍ ټول غړي له ماسک پرته له کوره نه وتل، ځکه ماسک پر کرونا ناروغۍ د اخته کېدو مخه نیسي.

په ورته وخت کې د کابل ښار تایمني سیمې اوسېدونکي محمد اکرم وویل، د ماسک کارول هر حالت کې ښه دي، خو اقتصادي وضعیت یې ښه نه دی چې درجن درجن ماسکونه وپېري.

دی وايي، د کرونا ویروس د اوج پر مهال یې دوه ورځې وروسته یو درجن ماسک اخیستل، او ټولې کورنۍ ته یې ماسک ورکول.

عامې روغتیا وزارت: د ماسک تړل په هر حالت کې ضروري دي

د عامې روغتیا وزارت ویاند غلام دستګیر نظري وايي چې اوس هم هېواد کې د کرونا مثبت پېښې ثبت کېږي، خلک یې باید پر وړاندې بې تفاوته پاتې نه شي.

هغه له هېوادوالو وغوښتل چې د کرونا د مثبتو پېښو ډېرېدو د مخنیوی لپاره باید د ماسک د تړلو په ګډون ټولې روغتیايي سپارښتنې په نظر کې ونیسي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې تراوسه ١٥٣٢٦٠ کسان پر کرونا اخته شوي، ٧١٢٣ کسانو یې له امله ساه ورکړې او١١٠١٤٩  کسان ترې بېرته جوړ شوي دي.

د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې ۲١٨ میلیون کسان پر کرونا اخته شوي او تر ٤،٥ میلیون ډېرو کسانو یې له امله ساه ورکړې ده.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.