ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست پخوانی والي: د طالبانو له نوم څخه په ګټې اخیستنې ځینو کسانو وهلی او ټپي کړی یم

د خوست پخوانی والي: د طالبانو له نوم څخه په ګټې اخیستنې ځینو کسانو وهلی او ټپي کړی یم

author avatar
12 Sep 2021 - 18:25
د خوست پخوانی والي: د طالبانو له نوم څخه په ګټې اخیستنې ځینو کسانو وهلی او ټپي کړی یم
author avatar
12 Sep 2021 - 18:25

کابل (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۰): د خوست پخوانی والي حکم خان حبیبي ادعا کوي چې د «حاجي ګلان» کسانو د طالبانو له امکاناتو په ګټې اخیستنې، هغه تر تښتونې وروسته ټپي او بیا یې خوشی کړی دی، خو د حاجي ګلان زوی د حبیبي تښتول مني، خو وایي دوی نه غله دي او نه هم د امارت کسان.

حکم خان حبیبي دغه څرګندونې نن له پژواک خبري اژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کې وکړې.

حبیبي وویل چې یو شمېر کسانو دی د تېرې پنجشنبې په ماښام د کابل احمدشاه بابا مېنې د سلیم کارون ښارګوټي له جوماته د وتلو پرمهال وتښتاوه.

د ده په وینا، دغه کسان چې شمېر یې شپږ اووه کسانو ته رسېده، په یو «ټوډي» موټر او د پولیسو په رينجر کې یاد ښارګوټي ته ورغلي وو.

هغه وایي چې د دغو کسانو پېژندګلوي نه کېده خو پر موټرو یې سپین بیرغونه لګېدلي وو او دوی طالبانو ته ورته جامې اغوستې وې.

دی وايي:”له دغو کسانو ما پوښتنه وکړه چې څوک یاست، ویل یې چې د کابل ښار دوولسمې امنیتي حوزې څخه راغلي، ما غوښتنه ترې وکړه چې ماته موقع راکړئ چې زه له دوولسمې حوزې سره تماس کې شم، خو دوی د خبرو کولو موقع رانه کړه او له ماسره سپین ږیرو ته یې هم وخت ورنه کړ، د کونداغونو وهل یې شروع کړل او هغوی ته یې د مرګ په ګواښلو سره زه موټر ته وخېژولم او په نامطلوبې لارې یې چې محبس ته تللې وه بوتلم. دوی لومړی ویل چې ته والي یې، تا سره سلاح ده او موټر درسره دي، ما ویل، که زه څه لرم نو تا ته یې په ناقانوني شکل نه درکوم، د دوی له چلند ښکارېده چې یو اختطافچي عمل کوي، هغوی له هرې خبرې سره فزیکي برخورد کاوه، په کونداغونو یې ووهلم او څه یې چې په وسه و هغه یې وکړل.”

د ده په وینا، تښتونکو هڅه کوله چې دی ترور کړي، خو د ښارګوټي اوسېدونکو په وخت مسوولین خبر کړل او لارې یې وتړلې، تښتونکي بند راغلل او دی یې نیم ساعت وروسته له محبس سره ښکته کړ.

حبیي زیاتوي:”په سبا میرویس افغان د حاجي ګلان زوی چې په بتخاک کې اوسیږي، د احمدزیو اړوند د یوه واټسپ په ګروپ کې دا پېښه ومنله، خو په غږ کې یې ادعا کړې چې نه طالب یم او نه تښتونکی یم؛ دلته دوه پوښتنې پیدا کېږي، لومړی دا چې که ته طالب نه یې نو څنګه د طالب له لباس، موټر او لوګو نه په استفادې داسې یو ناوړه تروریستي عمل کوې، خو که دا کس د طالبانو غړی واوسي نو بیا هم څنګه په ماښام کې د اړوندې حوزې له سندونو پرته یو چاته ورځې.”

پژواک د میرویس افغان دغه غږ ترلاسه کړی چې په کې وايي: “له حکم خان حبیبي سره زموږ مشکل راغلی، نه مو د حکومت په سر راغلی، نه د امارت او نه مو د احمدزیو په سر راغلی؛ شخصي مشکل مو ورسره و، لس شپې مخکې ده په سلیم کاروان کې د مکتب له مدیر سره جنجال کړی او په هغه کې یې زموږ پر حاجي صیب وار کړی و. پر ده موږ عریضه وکړه خو ده پرې غوږ ونه ګراوه، دا کیسه موږ کړې ده، نه غله یو او نه امارت یو. موږ ترې خپل انتقام اخیستی دی.”

افغان دغه راز پژواک ته وویل چې حبیبي د ښوونځي اړونده ستونزې په اړه د جرګې پرېکړه نه منله او پرېکړه لیک یې شکولی او پر حاجۍ ګلان یې وارونه کړي و.

دی وایي، دوی سره خپله شخصي هایلکس و، وسله وال کسان ورسره وو، رینجر ورسره نه وه، په هغه کې یې وړی او انتقام یې ترې اخیستی دی.

د خوست پخوانی والی حبیبي له طالبانو په مننې وویل چې په وخت یې اقدام کړی دی.

هغه وایي چې د طالبانو په لیکو کې یو شمېر «ناسم خلک» ځای پر ځای شوي چې د “اسلامي امارت” بدنامۍ لپاره کار کوي او شخصي عقدې هم پالي.

ده وویل:”د اسلامي امارت مشرتابه دې له خپلو صفونو بې بندوباره او نامطلوب کسان لرې کړي؛ ځکه دا کار د خلکو او حکومت ترمنځ فاصله پیدا کوي.”

د پېښې لامل

حکم خان حبیبي وايي چې د دغې پېښې اصلي لامل په یاد ښارګوټي کې د یوه ښوونځي د شتون مسئله ده چې څو وارې پلورل شوی خو بیا هم «انحصاري فعالیت» کوي.

ده زیاته کړه، د ښارګوټي شورا او ښوونځي ترمنځ څو وارې ناستې وشوې ترڅو د ښوونځي د «انحصاري فعالیت» ستونزه حل شي، خو د شورا په غونډه کې د فزیکي برخورد له امله د یادې ستونزې په اړه د یوې پرېکړې کاغذ وشکېد چې دغه کار ځینو خلکو ده ته منسوب کړ.

هغه زیاتوي:”حاجي ګلان جرګې ته نابللی مرکچي و چې له حاجي عالم ګل کوچي سره راغلی و، کوچی نسبتا هوښیار و، د خپل بام واورې یې په ده ور واچولې او ستونزه یې ده ته راجع کړه. له همدې امله یې زما د تښتولو او ترور هڅه وکړه.”

د ده په خبره، د احمدزیو قوم ننواتې ورغلې ترڅو د دواړو لوریو ترمنځ بل فزیکي برخورد ونه شي خو قوم د وروستۍ پرېکړه لپاره د طالبانو اړوندو ادارو پرېکړې ته منتظر پاتې کېږي.

حبیبي وویل چې که حکومت په دې اړه ژر او عادلانه پرېکړه ونه کړي نو قوم او د ښارګوټي خلک به «په خپلو کړنو» لاس پورې کړي او هم به د ښارګوټي ځینې کسان د دغه ښارګوټي او ان د هېواد پرېښودلو ته اړ شي.

د یادونې ده چې پژواک د امنیتي کامرو ثبت کړې هغه صحنې هم پیدا کړي چې په یوه رینجر موټر کې چې سپین بیرغ پرې لګېدلی او ټوډي موټر سلیم کاروان ښارګوټي ته ننوځي او بېرته په بېړه وځي.

پژواک دغه موضوع د دوولسمي امنیتي حوزې له مسوول قاري عاصم سره د وتس اپ له لارې شریکه کړه خو ځواب ورنه کړ.

Visits: 50

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.