ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تور بازار کې د افغانستان پاسپورټ اخیستو بیه ۱۶۰۰ ډالر ته رسېدلې

تور بازار کې د افغانستان پاسپورټ اخیستو بیه ۱۶۰۰ ډالر ته رسېدلې

author avatar
17 Sep 2021 - 10:22
تور بازار کې د افغانستان پاسپورټ اخیستو بیه ۱۶۰۰ ډالر ته رسېدلې
author avatar
17 Sep 2021 - 10:22

کابل (پژواک، ۲۶ وږی۱۴۰۰): له تېرې یوې میاشتې راهیسې په افغانستان کې د پاسپورټ وېش بند شوی او ادارې یې هم تړلې دي، خو د کمېشن کارانو له لارې د پاسپورټ وېش لا هم دوام لري او د یوه جلد پاسپورټ په بدل کې په ناقانونه توګه ۱۶۰۰ ډالر اخیستل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې پاسپورټ ریاست په خبرپاڼه کې ویلي چې د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې له ۲۴مې د پاسپورټ تر نوي وېش پورې چې له هرې مرجع پاسپورټ صادر شوی وي، باور نه لري او څښتن به یې د سرحدي مسوولینو له خوا پېژندل کېږي، عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل کېږي.

طالبانو د زمري په ۲۴مه د هېواد د ډېری ولایتونو له سقوط وروسته کابل ښار هم ونیو او له دې وروسته د پاسپورټ ریاست په ګډون د ډېری ادارو فعالیت بند شوی دی.

د پاسپورټ ریاست د روان کال د وږي په دویمه یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه ریاست ټول فعالیتونه د زمري په ۲۴مه بند دي، هر کله چې اړوند چارواکي د پاسپورټ د وېش بهیر د بیا پیلېدو په اړه تصمیم ونیسي تاسو ته به خبر درکړو.

په پټه د پاسپورټ وېش

د پژواک موندنې ښيي چې لا هم د ځینو کمېشن کارانو له خوا د ډېرو پیسو په بدل کې په ناقانونه ډول د پاسپورټ وېش دوام لري.

دا په داسې حال کې ده چې د مخکني نظام له سقوط وروسته یو شمېر افغانان په قصدي ډول له دې امله چې دندې یې له لاسه ورکړې یا یې ځان خوندي نه احساساوه، هڅه کوله له هېواده بهر لاړ شي او له همدې امله د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره کمېشن کارانو ته مراجعه کوي.

د کابل ښار اوسېدونکي محمد امین ۱۰ ورځې مخکې د کمېشن کار له لارې د کورنۍ درېیو غړو ته پاسپورټ اخیستی دی.

نوموړی چې له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې د اتریش په ویانا ښار کې ژوند کوي پژواک ته وویل، په افغانستان کې د سیاسي نظام په تغییر سره یې تصمیم ونیو چې د کورنۍ درېیو غړو ته چې کابل کې ژوند کوي او غواړي اتریش ته لاړ شي پاسپورټ واخلي.

ده وویل: ((له بده مرغه کله چې طالبان کابل ته راغلل، د پاسپورټ وېش بند شو، حیران پاتې شوو چې څه وکړو، ورور مې کمېشن کار پېژانده، دغه کمېشن کار په درېیو ورځو کې راته درې پاسپورټونه د ۳۰زره افغانۍ په بیه واخیستل.))

د راپور له مخې، د پاسپورټ په قانون کې د یوه جلد پاسپورټ بیه د لویانو لپاره ۵۵۰۰ افغانۍ او د هغو کسانو لپاره چې عمر یې تر ۱۴ کلونو کم دی ۲۲۵۰ افغانۍ ټاکل شوې ده.

محمد امین روښانه کړه، کمېشن کار په یاد پاسپورټ کې د طالبانو له خوا د کابل تر سقوط مخکې نېټه لیکلې او اوس یې د کورنۍ درې غړي د همدې پاسپورټونو په وسیله تاجکستان ته تللي او ټاکل شوې ډېر ژر اتریش ته لاړ شي.

هغه زیاته کړه: ((څو ورځې وروسته یې یو بل ملګري پاسپورټ ته اړتیا درلوده، همدې کمېشن کار ته لاړ، خو له بده مرغه بیه یې لوړه کړې او ویلي یې وو چې اوس د یوه جلد پاسپورټ جوړلو په بدل کې ۱۰۰۰ ډالر اخلي.))

د کابل ښار اوسېدونکي سمیر نعیمي وویل، شاوخوا ۲۰ ورځې مخکې یې د کابل هوايي ډګر په بېروبار کې پاسپورټ ورک شو او له دې امله چې وېش یې بند شوی، د پاسپورټ اخیستو لپاره یې کمېشن کار ته مراجعه وکړه او د ۷۰۰ ډالرو په بدل کې یې ترلاسه کړ.

نوموړي د یاد کمېشن کار غږیز کلېپ هم پژواک ته ورکړ چې نعیمي ته په خطاب وايي: ((ورک شوی مرک شوی مې نه دی په کار چې تذکره، عکس او پیسه وي، درته جوړوم یې، یو دانه په ۷۰۰ ډالر دی.))

یو کمېشن کار چې د نوم له اخیستو یې ډډه کوله وویل: ((په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۶۰۰ ډالرو په بدل کې یو جلد پاسپورټ برابروم… کس باید صرافۍ کې د ضمانت پیسې کېږدي او د پاسپورټ اخیستو په صورت کې یې پیسې تحویل کړي.))

نوموړي د هغو کسانو د بایومټریک په اړه چې پاسپورټ اخلي، وویل، اړتیا نشته چې کس دې د بایومټریک لپاره دوی ته ورشي.

هغه زیاته کړه: ((دا چې موږ کس د بایومټریک لپاره نه غواړو، یو راز دی، خو د پاسپورټ پنځه کاله ضمانت کوو چې په هيڅ ځای کې کس ته ستونزه نه پیدا کوي.))

په ورته وخت کې د طلوع ټلویزیون پخواني خبریال ابو مسلم شېرزاد پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: ((یادونه: که مو تور بازار کې پاسپورټ واخیست، تر منډوي به کار ورکړي.))

د جان ابراهیم په نوم کس د شېرزاد په پوسټ تبصره کړې او لیکلي یې دي: ((شاهد وم چې د حکومت په وروستیو ورځو کې، په ځانګړې توګه پاسپورټ ریاست ملکي برخې چارواکو هر جلد پاسپورټ له ۳۰۰ تر ۵۰۰ ډالر وپلوره او مراجعینو ته یې په کورونو کې ورکول، فوق العاده او ډېر بد رقم چور یې وکړ.))

جان ابراهیم د پژواک په اړه وویل: ((د اطلاعاتو له مخې څو بایومټریک پایې غلا شوې او همدغه دستګاوې د له لوړ پوړو چارواکو سره موجودې دي. پاسپورټ معاونیت کې یوه قوي کړۍ یا باڼد موجود و چې د هر جلد پاسپورټ په بدل کې یې ډېرې پیسې ترلاسه کولې، لکه بازار کې چې د توکو د پېر پر مهال چانې وهل کېږي، په دې ډول یو جلد پاسپورټ له ۳۰۰ تر ۵۰۰ ډالرو وېشل کېده.))

نوموړي له جزیاتو پرته وویل، دی هم د کمېشنکار له لارې وتوانېد په درېیو ورځو کې ځان او د کورنۍ غړو ته پاسپورټ واخلي.

په مجازي نړۍ کې د کمېشن کارانو لپاره کمپاین

دانیال وفا د «خرید و فروش موترهای پلیت کابل» په نوم فېسبوک ګروپ کې لیکلي: ((څوک چې عاجل پاسپورټ ته اړتیا لري، په یوه اوونۍ کې په ۸۰۰ امریکايي ډالرو کولای شي اړیکه ټینګه کړي.))

په ورته وخت کې د شهزاده اشکان په نوم بل فېسبوک کاروونکي د «موترهای فروشی خانگی دشت برچی» په نوم فېسبوک ګروپ کې لیکلي: «څوک چې پاسپورټ یا شهادت نامې ته اړتیا لري په دې واټس اپ نمبر دې اړیکه ونیسي (۰۷۸۶۷۰۷۷۴۱)»

پژواک له دې شمېرې سره اړیکه ټینګه کړه، یو کس ځواب ورکړ خو د نوم له ښودو یې ډډه کوله.

یاد کس وویل، په دوو ورځو کې یو کس ته د ۵۰۰ ډالرو په بدل کې پاسپورټ جوړوي.

هغه وویل، نیمي پیسې باید د پاسپورټ له جوړېدو مخکې ورکړي؛ ځکه بانک کې تحویلېږي او پاتې پیسې باید د پاسپورټ له اخیستو وروسته وسپاري.

نوموړي وویل: ((موږ د کابل کارته چهار سیمه کې دفتر لرو خو اوس د امنیتي ګواښونو له امله تړلی دی، هر وخت چې تاسو وغواړئ تذکره او عکسونه راوړئ، زنګ وکړئ، کارته چهار کې ونیو.))

بي بي حاجي مسلمه چې د طالبانو له خوا د کابل له نیولو مخکې یې د پاسپورټ ریاست د رییسې په توګه کار کاوه، پژواک ته وویل: ((کله چې د افغانستان اسلامي امارت کسان کابل ته داخل شول، ادارې تسلیم شوې، له هماغه وخت راهیسې پاسپورټ ریاست بشپړ تړل شوی دی.))

هغې د کمېشن کارانو له خوا د پاسپورټ وېش په اړه وویل: ((موږ هم اورېدلي وو چې د پاسپورټ وېش موجود دی، خو موږ کوم پاسپورټ نه دی صادر کړی او ټول صادر شوي پاسپورټونه اعتبار نه لري.))

په ورته وخت کې د وږي په دویمه د پاسپورټ ریاست په خبرپاڼه کې راغلي: ((په دې وروستیو کې د مغرضو کسانو له خوا د پاسپورټ د وېش په اړه اوازې لاس په لاس کېږي، پاسپورټ عمومي ریاست یې په ښکاره تکذیبوي، هر هغه پاسپورټ چې د ۱۴۰۰ کال د زمري له ۲۴ مې نېټې وروسته له هرې مرجع صادر شوی وي باور نه لري او لرونکی کس یې د مسافرت پر مهال د سرحدي مسوولینو له خوا پېژندل کېږي او عدلي او قضايي ارګانونو ته به معرفي شي.))

د کمېشنکارانو له خوا د پاسپورټ ناقانونه وېش موضوع مو د طالبانو له یوه ویاند سره شریکه کړه خو ځواب یې ور نه کړ.

د یادونې ده، له دې مخکې هم په پاسپورټ ریاست کې د فساد د موجودیت اړوند راپورونه خپاره شوي دي.
پژواک د ډنمارک او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په مالي مرسته دا راپور برابر کړی دی.

Visits: 1732

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.