ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې د ناپېژاندو وسله والو له لوري اته کسان وژل شوي

په ننګرهار کې د ناپېژاندو وسله والو له لوري اته کسان وژل شوي

author avatar
24 Sep 2021 - 11:54
په ننګرهار کې د ناپېژاندو وسله والو له لوري اته کسان وژل شوي
author avatar
24 Sep 2021 - 11:54

جلال اباد (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۰): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د ناپېژاندو وسله والو کسانو له لوري اته کسان وژل شوي دي.

دغه پېښې د جلال اباد ښار د لومړۍ، درېيمې او شپږمې ناحيو په مربوطاتو کې د تېرو څلورويشتو ساعتونو په موده کې رامنځته شوې دي.

د ننګرهار ولايت يوې روغتيايي سرچينې د نوم نه اخیستو په شرط پژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه د جلال اباد حوزوي روغتون ته د ښار د لومړۍ او درېيمې ناحيې له مربوطاتو څخه پنځه جسدونه ور وړل شوي دي.

د هغه په وينا، وژل شوي کسان پر ډزو لګېدلي دي خو د هويت په تړاو يې څه ونه ويل.

بلخوا نن سهار د جلال اباد ښار د شپږمې ناحيې اړوند هډې فارم سيمه کې د درېيو کسانو جسدونه موندل شوي دي.

د جلال اباد ښار د شپږمې ناحيې اوسېدونکي نجيب الله پژواک اژانس ته وويل چې د وژل شوو کسانو جسدونه طالبانو روغتون ته انتقال کړل.

د ننګرهار ولايتي چارواکو په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د دغو پېښو مسووليت چا نه دی منلی.

Views: 9308

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.