ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسله والو غلو په اروزګان کې دوه کسان پر چړو وهلي

وسله والو غلو په اروزګان کې دوه کسان پر چړو وهلي

author avatar
29 Sep 2021 - 15:47
وسله والو غلو په اروزګان کې دوه کسان پر چړو وهلي
author avatar
29 Sep 2021 - 15:47

ترينکوټ: (پژواک، ٧ تله ١٤٠٠): ځايي سرچينې وايي چې وسله والو غلو د اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې يوه ښځه او خاوند يې پر چړو وهلي دي.

په دهراوود ولسوالۍ کې يوې ځايي سرچينې د تلې په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو غلو نن له غرمې مخکې د دې ولسوالۍ په مربوطاتو کې پر يوې ښځې او خاوند یې بريد کړى او پر چړو يې وهلي دي.

هغه وايي: ((دوى پر موټرسايکل ناست وو، وسله والو پرې بريد کړى، ښځه او خاوند يې دواړه ټپيان کړي، له دوى سره يو ماشوم هم و، خو هغه ته زيان نه دى اوښتى، ولې غلو موټرسايکل ترې بیولی دى.))

ده وويل چې ټپيان روغتون ته انتقال شوي او دا مهال تر درملنې لاندې دي.

په تېرو څو ورځو کې دا شپږمه جنايي پېښه ده چې په دهراوود ولسوالۍ کې ترسره کېږي.

بل لور ته د اروزګان ځایي مسوولینو د وروستیو پېښو په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو د حکومت يوه مطبوعاتي مسوول بلال کریمي پژواک ته وویل چې په اروزګان ولايت کې د وروستيو پېښو جدي پلټنه کېږي او عاملين به يې نيول کېږي.

ده وويل چې امنيتي مسوولين د ټولو هغو کسانو او کړيو د نيولو هڅې کوي چې خلکو ته ستونزې جوړوي.

د يادونې ده، څو ورځې مخکې د اروزګان امنيتي مسوولينو په دغه ولايت د اتو غلو د نيولو خبر ورکړى و.

Visits: 10

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.