ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې د تېر حکومت سیمه ییزو پولیسو يوه قوماندان کور سوځول شوى

لوګر کې د تېر حکومت سیمه ییزو پولیسو يوه قوماندان کور سوځول شوى

author avatar
29 Sep 2021 - 15:41
لوګر کې د تېر حکومت سیمه ییزو پولیسو يوه قوماندان کور سوځول شوى
author avatar
29 Sep 2021 - 15:41

پل علم (پژواک، ٧ تله ١٤٠٠): د لوګر ولايت په مرکز کې د پخواني حکومت د سيمه ييزو پوليسو د يوه قوماندان کور سوځول شوى دى.

د لوګر د مرکز پل علم اړوند کلنګار سيمې د سيدانو اوسېدونکي قومي مشر سيدعارف شاه پژواک ته وويل چې تېره شپه ناپېژاندو کسانو د سيمه ييزو پوليسو د پخواني قوماندان سيد ميراجان کور سوځولى دى.

هغه زياته کړه: ((قوماندان ميراجان يو پياوړى او مشهور قوماندان و، خو د طالبانو له راتګ څخه څو ورځې مخکې کابل ته کډه شو او دا مهال يې په کور کې څوک نه اوسېږي.))

خو په سيمه کې يوې بلې سرچينې پژواک ته وويل چې تېره شپه د قوماندان ميراجان کور ته ګڼ شمېر طالبان راغلي وو.

هغه وايي: ((طالبان راغلل، اول يې په کور تېل واچول، وروسته يې ورته اور واچاو، بيا ورته ولاړ وو ننداره يې کوله او خندل يې.))

بل لور ته د لوګر چارواکو په دې اړه د پژواک اړيکه ځواب نه کړه.

دا په داسې حال کې ده چې په تېره يوه مياشت کې د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د ناپېژاندو کسانو له لوري د دوو کورنيو څلور کسان هم وژل شوي دي.

Views: 109

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.