ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې له داعش سره د اړيکو په تور دوه کسان اعدام شوي

په ننګرهار کې له داعش سره د اړيکو په تور دوه کسان اعدام شوي

author avatar
3 Oct 2021 - 14:00
په ننګرهار کې له داعش سره د اړيکو په تور دوه کسان اعدام شوي
author avatar
3 Oct 2021 - 14:00

جلال اباد (پژواک، ١١ تله ۱۴۰۰): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د ناپېژاندو کسانو له لوري له داعش سره د اړيکو په تور دوه کسان په صحرايي ډول اعدام شوي دي.

بل لورته په ټویټر کې حکومت ته منسوبو کسانو ليکلي چې دغه کسان د داعش وسله والې ډلې غړي او د جلال اباد ښار د پروني بريد عاملين وو.

دغه وسله وال بريد پرون مازيګر پنځه بجې د جلال اباد ښار د پنځمې حوزې په مربوطاتو کې شوی چې د يوه خبريال په ګډون په کې درې کسان وژل شوي او د وژل شوي خبريال زوی او يو بل کس ټپيان شوي دي.

تازه تېره شپه د جلال اباد ښار د شپږمې ناحیې اړوند د هډې فاميليو په رينګ روډ سيمه او د همدغې ناحيې د ۱۲مې ويالې په سيمو کې دوه جسدونه موندل شوي دي.

د پېښې يو عيني شاهد بادام احمدزی وايي، جسدونه يو پر ونه او بل هم پر يوې ړنګه شوې د لرګي غرفې ځړول شوي دي.

بل پلوه پر ټولنيزې شبکې ټويټر باندې طالبانو (اسلامي امارت) ته منسوبو يو شمېر کسانو پر خپلو اکاونټونو ليکلي چې وژل شوي کسان د داعش اړوند دي او د جلال اباد ښار د تېرې ورځې د بريد عاملين وو.

د ننګرهار ولايتي او امنيتي چارواکو په دې تړاو څه نه دي ويلي.

په دې وروستيو کې جلال اباد ښار کې هدفي وژنې او د ماین چاودنې زياتې شوي چې خلک يې اندېښمن کړي دي.

Views: 3039

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.