ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په لوګر کې د وژل شوو سرتېرو او طالبانو کورنۍ په فقر کې ژوند کوي

په لوګر کې د وژل شوو سرتېرو او طالبانو کورنۍ په فقر کې ژوند کوي

author avatar
17 Oct 2021 - 17:00
په لوګر کې د وژل شوو سرتېرو او طالبانو کورنۍ په فقر کې ژوند کوي
author avatar
17 Oct 2021 - 17:00

پل علم (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۰): په لوګر کې د تېرو جګړو پر مهال د وژل شوو سرتېرو او طالبانو کورنۍ چې پُل علم ته د مرستې تر لاسه کولو لپاره راغلې وې؛ له غربت او بېوزلۍ شکایت کوي او وايي، هیڅوک پاملرنه نه ورته کوي.

دوی زیاتوي، له دواړو لورو په زرګونو ځوانان د سرتېري او طالب په نوم وژل شوي چې اوس یې کورنۍ بې سرپرسته دي او آن څوک یې پوښتنه هم نه کوي.

د کلنګار ولسوالۍ اوسېدونکی ۷۲ کلن بوډا سید احمد یو له هغو کسانو دی چې وايي، ځوان زوی یې پر تېر نظام او هېواد سر کېښود خو اوس یې بې سرپرسته کورنۍ په سخت غربت کې ژوند کوي.

هغه پژواک اژانس ته وویل: ((زوی مې دوولس کاله زده کړې کړې وې او د ملي اردو په لیکو کې یې دنده لرله، هغه د کورنۍ یوازینی سرپرست و چې ټولو ته یې خواړه او جامې چمتو کولې خو چې کله شهید شوی نو بیا دوی هم ښه ورځ نه ده لیدلې.))

ده زیاته کړه، زوی یې په ۱۳۹۸ لمریز کال کې له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې ووژل شو چې ځوانه کونډه او اته تنه اولادونه یې ده ته پاتې شول.

دی وايي، له هغې ورځې چې زوی یې وژل شوی، د سختې بېوزلۍ او بېچارګۍ شپې او ورځې تېروي، داسې ډېرې ورځې راغلي چې د کورنۍ غړي یې وږي ویده شوي دي.

د ده په خبره، مرکز ته په راتلو طالب چارواکو تش ۲۰۰۰ افغانۍ مرسته راسره وکړه.

هغه وویل: ((په دوه زره افغانۍ به څه وکړم، یوه بوجۍ اوړه په ۲۴۰۰ افغانۍ دي، هغه هم نه پرې کېږي.))

دی وايي، ځوانان مو د سرتېري او طالب په نومونو ووژل شول خو اوس یې کورنۍ یو شان بې سرپرسته پاتې دي.

نوموړی له حکومته غوښتنه کوي چې ټولو ته دې یو شان پاملرنه وشي، دوی دې نه هېروي او دوامداره مرستې دې ورسره وکړي.

په دې ډله کې ګڼې کورنۍ داسې هم وې چې ځوانان یې د طالبانو په لیکو کې وژل شوي دي.

د مرکز اړوند د بابوس اوسېدونکي ۱۵ کلن شاپور پژواک خبري اژانس ته وویل، پلار یې طالب و، درې کاله وړاندې د افغان ځانګړو ځواکونو له لوري په عملیاتو کې ووژل شو او دوی یتیمان پاتې شول.

دی وايي، له پلار څخه ډېره کمه ځمکه ورپاتې ده، ټول کال خواري په کې کوي خو کله یې هم په ماړه نس ډوډۍ نه ده خوړلې.

 

دی وايي، اوس چې طالبان پر ټول هېواد واکمن شوي، باید د دغه راز کورنیو ته پاملرنه وکړي، له هغوی سره مرستې وکړي، اولادونو ته یې د زده کړو او کار زمینه برابره کړي.

ده هم چې د خپلې کورنۍ لپاره یې دوه زره افغانۍ مرسته ترلاسه کړې وه، دغه مرسته کمه وګڼله او د حکومت د لا ډېرې پاملرنې غوښتنه یې کوله.

په لوګر کې د تېرو جګړو پر مهال د وژل شوو سرتېرو او طالبانو کورنۍ په داسې حال کې له سخت فقر او بېوزلۍ شکایت کوي چې تېره ورځ له یو شمېر دغسې کورنیو سره د دوه- دوه زره افغانیو مرسته وشوه.

د کورنیو چارو وزارت د مطبوعاتو مسوول قاري سعید خوستي وویل، د تېرو جګړو پر مهال د وژل شوو سرتېرو او طالبانو هرې کورنۍ ته دوه زره افغانۍ ورکړل شوې.

ده زیاته کړه: ((موږ په لوګر کې له ۲۲۰ بې سرپرسته کورنیو سره نغدي مرسته وکړه چې ۸۰ کورنۍ د تېر حکومت د سرتېرو، ۴۰ کورنۍ د عامو وګړو او ۱۰۰ کورنۍ د وژل شوو طالبانو وې.))

هغه زیاته کړه، موږ به له ټولو هغو وګړو سره مرسته وکړو چې د کورنۍ مشران او غړي یې په تېرو جګړو کې وژل شوي وي.

ده یادونه وکړه چې مرستې به له کوم تبعیض پرته پر ټولو یو شان وېشل کېږي.

له تېرو شاوخوا دوو میاشتو راهیسې چې جمهوري نظام ړنګ شوی او طالبان واکمن شوي، په لسګونو زره خلک بې کاره شوي او په ټوله کې د هېواد ټول وګړي له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوي دي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.