منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۵ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۵° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په هلمند کې د ۷۸ روغتیايي مرکزونو خدمات معیاري کېږي او ۳۰ نوي جوړېږي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۸۶ کتنې

لښکرګاه (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۰): چارواکي وايي، د هلمند د ټولو ۷۸ روغتیايي مرکزونو خدمات چې د وروستیو سیاسي بدلونونو پر مهال د بودیجوي او تخنیکي ستونزو له امله ټکني شوي وو، بېرته به معیاري شي.

دغه څرګندونې د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست اداري مسوول ممتاز احمد له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.

ممتاز وویل، په هلمند کې ټولټال ۷۸ روغتیايي مرکزونه شته چې په دې وروستیو کې یې خدمات د بودیجوي او تخنیکي ستونزو له امله ټکني شوي وو.

دی وايي، د یو شمېر مرستندویه ادارو په مټ یې د روغتیايي مرکزونو یادې شوې ستونزې حل کړي او خدمات یې بېرته عادي حالت ته راګرځېدلي دي.

د ده په خبره، په دې برخه کې یې له دوو مرستندویه ادارو سره تړون کړی دی.

ده خبر ورکړ چې د دې تر څنګ به د هلمند په بېلابېلو ولسوالیو کې ۳۰ نوي روغتیايي مرکزونه هم جوړ شي.

هغه زیاته کړه: «د روغتیا نړیوال سازمان/WHO . . .

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.