ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال اباد کې دوو پرله پسې چاودنو دوه کسان ټپیان کړي

جلال اباد کې دوو پرله پسې چاودنو دوه کسان ټپیان کړي

author avatar
25 Oct 2021 - 12:17
جلال اباد کې دوو پرله پسې چاودنو دوه کسان ټپیان کړي
author avatar
25 Oct 2021 - 12:17

جلال اباد (پژواک، ۳ لړم ۱۴۰۰): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د امنيتي ځواکونو پر رينجر موټر دوه پرله پسې چاودنې شوې چې يو ملکي وګړی او يو امنيتي مسوول په کې ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د لړم په ۳مه پژواک اژانس ته تاييد کړه چې نن سهار شاوخوا ۹ بجې د جلال اباد ښار د اتمې ناحيې اړوند په قاسم اباد سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر رينجر موټر چاودنه شوې ده.

سرچينې زياته کړه چې له لومړۍ چاودنې وروسته بله چاودنه هم وشو خو دواړو چاودنو کوم زيان نه دی اړولی.

خو په ننګرهار کې يوې روغتيايي سرچينې بيا پژواک ته وويل چې د پېښې له ځايه دوه ټپيان روغتون ته ور وړل شوي دي.

دغې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې نشر شي، پژواک ته تاييد کړه چې په ټپيانو کې يو نظامي او بل ملکي وګړی دي.

د جلال اباد ښار يوه اوسېدونکي جاوېد پژواک ته وويل چې د چاودنو غږ د ښار په ډېرو سيمو اورېدل شوی خو د مرګ ژوبلې په اړه يې کره معلومات نه لري.

د دغو چاودنو مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخيستی.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د افغانستان د ټولو ولايتونو په پرتله په ننګرهار ولايت امنيتي وضعيت اندېښمنوونکى دى.

Views: 201

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.