ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات والي: د نجونو ښوونځي به ژر پیل شي

د هرات والي: د نجونو ښوونځي به ژر پیل شي

author avatar
28 Oct 2021 - 16:25
د هرات والي: د نجونو ښوونځي به ژر پیل شي
author avatar
28 Oct 2021 - 16:25

هرات ښار (پژواک، ۶ لړم ۱۴۰۰): د هرات سیمه ییز چارواکي په راتلونکو څو ورځو کې د نجونو د ښوونځیو له پیلېدو خبر ورکوي.

د هرات ولایت له مقامه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولایت والي نوراحمد اسلامجار د ښوونځیو او ښوونکو اتحادیې له استازو سره په لیدنه کې ډاډ ورکړی چې د نجونو ښوونځیو پرانیستلو په برخه کې هر ډول هڅه کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د هرات والي د ښوونکو د ستونزو پر حل هم ټینګار کړی دی.

پر هېواد د طالبانو له واکمنۍ وروسته په ډېری ولایتونو کې د نجونو ښوونځي تړل شوي دي.

د ښځو حقونو فعالانو او زده کوونکو څو ځلې د ښوونځیو پرانیستلو غوښتنه کړې؛ خو تر اوسه په دې اړه کوم اقدام نه دی شود.

د هرات د ښوونکو اتحادیې رییس محمد صابر مشعل پژواک خبري اژانس ته وویل، له اسلامي امارته غواړي چې د معلمانو د معاشونو د ورکړې په برخه کې اقدام وکړي.

هغه وویل چې ښوونکي د معاشونو نه ورکړې له امله په ناوړه اقتصادي وضعیت کې دي.

په ورته مهال، د هرات اوسېدونکي هم له حکومتي چارواکو غواړي چې د نجونو د ښوونځي ژر پیل او د ښوونکو معاشونه ورکړي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.