ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د یوه خصوصي پوهنتون له طب پوهنځي ۶۰ ښځینه او نارینه فارغ شول

کندهار کې د یوه خصوصي پوهنتون له طب پوهنځي ۶۰ ښځینه او نارینه فارغ شول

author avatar
4 Nov 2021 - 17:31
کندهار کې د یوه خصوصي پوهنتون له طب پوهنځي ۶۰ ښځینه او نارینه فارغ شول
author avatar
4 Nov 2021 - 17:31

کندهار (پژواک، ۱۳ لړم ۱۴۰۰): په کندهار کې د ملالۍ لوړو زده کړو موسسې له طب پوهنځي ۶۰ تنه ښځینه او نارینه فارغ او ټولنې ته د ډاکټرانو په توګه وړاندې شول.

په دې اړه په جوړه شوې غونډه کې محصلینو، د هغوی کورنیو، د اړوندې ادارې مسوولینو او ولایتي چارواکو ګډون کړی وو.

د ملالۍ لوړو زده کړو موسسې مشر ډاکټر قدرت الله احمدي پژواک اژانس ته وویل، دغه موسسې په خپله ۹مه دوره کې ۵۰ تنه نارينه او ۱۰ تنې ښځې له طب پوهنځي فارغ کړل.

ده زیاته کړه، دغې ادارې د محصلینو په زده کړه کې ډېر زیار ایستلی او تمه لري چې دوی به هم د ټولنې په خدمت کې ډېر زیار باسي.

د ده په خبره، ملالۍ د لوړو زده کړو موسسې تر دې مهاله په بېلابېلو څانګو کې په لسګونو کسان فارغ کړي او ټولنې ته یې دخدمت په موخه وړاندې کړي دي.

غونډې ته د کندهار ولایت مقام د مطبوعاتو مسوول مولوي محمود عزام وویل، خوښ دی چې په کندهار کې په یوه ځای ۱۰ ډاکټرانې او ۵۰ ډاکټران فارغ او د خلکو خدمت ته وړاندې کېږي.

هغه زیاته کړه، حکومت پوره پوره هڅه کوي فارغو شوو کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.

ده یادونه وکړه چې د دغو محصلینو په فراغت سره به تر ډېره د روغتیا په برخه کې ستونزې کمې شي او هېوادوالو ته به د بهرنیو هېوادونو پر ځای په خپله هېواد کې د ښې درملنې زمینه برابره شي.

فارغو شوو محصلینو خوښي ښودله چې له کلونو زده کړو، زیار او زحمت وروسته فارغېږي او ټولنې ته د خدمت ویاړ تر لاسه کوي.

د رحمانیې په نوم فارغې شوې ډاکټرې پژواک ته وویل، د دې تر څنګ چې غواړي خپلو خلکو ته د روغتیا په برخه کې خدمت وکړي، د تخصص تر حده لا نورې زده کړې هم وکړي.

خو دې او ګڼو نورو محصلینو له اوسني حکومت څخه غوښتنه وکړه چې دوی ته د کار زمینه برابره کړي.

په کندهار کې یاد شوي ۶۰ تنه په داسې حال کې د یوه خصوصي پوهنتون له طب پوهنځي فارغېږي چې د طالبانو له راتګ سره لا هم دولتي پوهنتونونه تړلي دي.

چارواکي وايي، د لوړو زده کړو پر یوه میکانیزم کار کوي چې له بشپړېدو وروسته به یې دولتي پوهنتونونو ته د زده کړو د پیل اجازه ورکړل شي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.