ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مزارشریف کې د څلورو کسانو مړي موندل شوي

مزارشریف کې د څلورو کسانو مړي موندل شوي

author avatar
5 Nov 2021 - 14:55
مزارشریف کې د څلورو کسانو مړي موندل شوي
author avatar
5 Nov 2021 - 14:55

مزارشريف (پژواک، ۱۴ لړم ۱۴۰۰): د بلخ د مرکز مزارشریف ښار پنځمې ناحيې اړوند په یو کور کې د دوو ښځو او دوو سړیو مړي موندل شوي او د دې پېښې په تړاو دوه کسان نیول شوي دي.

دغه څرګندونې د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور رييس مولوي ذبيح الله نوراني نن (د لړم په ۱۴مه) پژواک خبري اژانس ته وکړې.

هغه د یادو څلورو کسانو د هویت په اړه معلومات ورنه کړل، خو پژواک ته ځینو سرچینو ویلي چې په دغو کسانو کې د مزارشريف یوه مدني فعاله فروزان ساپۍ هم شامله ده. د وژل شوې بلې مېرمنې او دوو نارينه وو هويت تر اوسه نه دی څرګند.

د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رييس وایي، امنیتي ځواکونو د یادو کسانو په وژلو کې د لاس لرلو په تړاو دوه کسان نیولي او څېړنې ترې روانې دي.

مخکې له دې داسې اوازې خپرې شوې چې ګواکې په مزار کې څلور مدني فعالانې د سياسي انګېزې له مخې وژل شوې خو د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رييس وایي، لومړنۍ موندنې ښيي چې یاد کسان د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوي دي.

د مزارشريف ښار يوې مدني فعالې د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وويل چې له وژل شوو دوو مېرمنو یوه د فروزان ساپۍ په نوم مدني فعاله ده، خو د دويمې مېرمنې هويت تر اوسه نه دی څرګند شوی.

هغه وايي چې له دې قضيې وروسته وېرېدلې او ګومان کوي چې ژوند يې د مرګ له ګواښ سره مخ شوی دی.

هغه د بلخ له سيمه ييزې ادارې غواړي چې ياده قضيه په جدي ډول وڅېړي او په تړاو يې کره معلومات له خلکو سره شريک کړي.

د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ريیس هم وايي چې د څېړنو له بشپړېدو وروسته به اړوند ټول جزئيات په ډاګه کړي.

پژواک هڅه وکړه چې په دې تړاو د وژل شوې فروزان ساپۍ د کورنۍ نظر هم واخلي؛ خو هغوی په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.