ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ترکیه کې ۱۴۹ افغان کډوال نیول شوي

په ترکیه کې ۱۴۹ افغان کډوال نیول شوي

author avatar
6 Nov 2021 - 11:28
په ترکیه کې ۱۴۹ افغان کډوال نیول شوي
author avatar
6 Nov 2021 - 11:28

کابل (پژواک، ۱‍۵ لړم ۱۴۰۰): په ترکیه کې ځایي مسوولین وایي چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو له ایران سره په پوله کې ۱۴۹ افغان کډوال نیولي دي.

د خپرو شوو راپورونو له مخې، دغه کسان د روان کال د لړم میاشتې ۱۳مه له ایران سره پر پوله بتلیس ښار کې د ترکیې امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي دي.

سرچینه لیکي چې ترکیې له ایران سره پر پوله د افغان کډوالو د اوښتو د مخنیوي په موخه امنیتي تدابیر ټینګ کړي دي.

د ترکیې ځایي چارواکو ویلي چې یو کس یې د یادو کسانو د قاچاق په تور هم نیولی دی.

د هغوی په خبره چې دغه افغان کډوال بېرته مرکز ته لېږدول شوي دي.

مخکې له دې د بشري حقوقو د څار ډلې ویلي وو چې ترکي سرتېرو د نړیوالو قوانینو خلاف افغان کډوال وهلي او ښکنځلي او وروسته یې ایران ته شړلي دي.

یو شمېر افغان کډوالو د بشري حقوقو د څار ډلې ته ویلي وو چې د ترکیې اردو د دوی شخصي وسایل حتا په ځينو مواردو کې له افغانانو جامې هم ایستلې او اور یې ور اچولی او هغوی یې له ۵۰ تر ۳۰۰ کسانو پورې په ډله ییز ډول ایران ته شړلي چې په دې پېښه کې یې له ځينو د کورنۍ غړي هم جلا شوي.

ترکیه اوس مهال د ۳،۷ میلیونه سوري او تر  ۴۰۰زره د ډېرو افغان، عراقي او نورو هېوادونو کډوالو کوربه توب کوي.

د دغه هېواد چارواکو ویلي وو چې د ډېرو کډوالو د ځای پر ځای کېدو امکانات نه لري.

د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانستان زرګونه اوسېدونکي په دې لټه کې دي چې له هېواده بهر لاړ شي او ډېری خلک  هڅه کوي په غیر قانوني ډول ترکیې هېواد او له هغه ځایه اروپایي هېوادونو ته ځانونه ورسوي.

Visits: 21

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.