پلخمري ( پژواک،۲۳لړم ۱۴۰۰): د بغلان ولایت حکومتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په خوست ولسوالۍ کې هغه دوه وسله وال چې خلک به یې ځورول وژل شوي دي.
د بغلان ولایت د اطلاعات او فرهنګ رئیس مولوي مصطفی هاشمي نن پژواک خبري اژانس ته وویل، د بغلان ولایت په خوست ولسوالۍ کې هغه دوه وسله وال غله چې د امنیتي ځواکونو له خوا یې د تسلیمۍ غوښتنې رد کړې وې وژل شوي دي.
هغه وویل: «امنیتي مسوولینو په خوست ولسوالۍ کې د لا ښه امنیت په موخه ورانکارو او ځایي غلو ته له ناوړه کارونو د لاس اخیستو او تسلیمۍ غوښتنې وکړې، خو یو شمېر یې له خپلو عملونو په شا نه شول پر وړاندې یې چا ڼیزعملیات تر سره کړل شوي چې په ترڅ کې د حاجي سنګین زوی توریالی او وراره یې وژل شوي.»
دده په وینا چې یاد دوه کسان له امنیتي ځواکونو سره د مقاومت په حالت کې وژل شوي، لاسي وسلې چې درې میله کلاشینکوفونه او یوه تومانچه ده هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي.
د خوست ولسوالۍ یو اوسېدونکی هم چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي وایي، «طالبانو» د خوست ولسوالۍ اړوند خوش درې په نوم کلي کې دوه کسان وژلي .
دی وايي، وژل شوي کسان د قوماندان سنګین چې د مقاومت جبهې مهم غړی دی زوی او وراره دی چې ویل کیږي، یو یې تازه له هندوستان هېواد څخه کور ته راغلی و.
یاده دې وي چې تېره اوونۍ هم د بغلان ولایت په ده صلاح ولسوالۍ کې د تېر نظام یو نظامي افسر وژل شوی و.