ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ویسټ: امریکا او هند به په یو باثبات افغانستان کې د خپلو ګټو لپاره کار وکړي

ویسټ: امریکا او هند به په یو باثبات افغانستان کې د خپلو ګټو لپاره کار وکړي

author avatar
17 Nov 2021 - 13:47
ویسټ: امریکا او هند به په یو باثبات افغانستان کې د خپلو ګټو لپاره کار وکړي
author avatar
17 Nov 2021 - 13:47

کابل(پژواک، ۲۶ لړم ۱۴۰۰): د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالتونو ځانګړي استازي له هندي چارواکو سره د ليدنې پر مهال ويلي چې دوی به په یو باثباته او سوله ییز افغانستان کې خپلو ګډو ګټو ته د رسېدو لپاره کار وکړي.

د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالتونو ځانګړي استازي توماس وېسټ پر خپل تویټر لیکلي چې په پلازمېنه نوي ډهلي کې یې د هند د ملي امنیت له سلاکار اجيټ ډول او نورو هندي چارواکو سره کتلي دي.

هغه وایي چې په دې لیدنه کې د افغانستان په اړه د دواړو لورو ترمنځ خبرې وشوې او ټينګار وشو چې هند او امریکا به په ګډه په یوه باثباته او سوله ییز افغانستان کې خپلو ګډو ګټو ته د رسېدو لپاره کار وکړي.

ده د افغانستان په اړه په خپلو کې د همکاریو پر پراختیا هم ټینګار کړی او ویلي یې دي چې هند په سیمه کې د امریکا باوري متحد دی.

د راپورونو پر بنسټ، وېسټ وړمه ورځ د افغانستان په اړه د دغه هېواد لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او د روسیې ملي امنیت شورا له مرستیال سره په مسکو کې لیدلي او له روسيي چارواکو سره یې افغانستان کې د روسیې او امریکا د مشترکو ګټو او نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د سرپرست حکومت د ژمنو پوره کولو په اړه خبرې کړې دي.

Visits: 143

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.