ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په افغانستان کې د UN-OCHA مشرې د نړيوالو مرستو د جلبولو ډاډ ورکړ

په افغانستان کې د UN-OCHA مشرې د نړيوالو مرستو د جلبولو ډاډ ورکړ

author avatar
30 Nov 2021 - 16:38
په افغانستان کې د UN-OCHA مشرې د نړيوالو مرستو د جلبولو ډاډ ورکړ
author avatar
30 Nov 2021 - 16:38

جلال اباد (پژواک، ۹ ليندۍ ۱۴۰۰): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د OCHA ادارې مشرې د ننګرهار له والي سره په ليدنه کې نوموړي ته ډاډ ورکړ چې اداره به يې له افغانانو سره د نړيوالو مرستو په جلبولو کې همکاري وکړي.

اسابل موسوراد کارلسن ويلي د يوې ژمنې له مخې په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره پاتې شوي او راتلونکي کې به هم دغه ماموريت ته دوام ورکړي.

د ننګرهار ولايت د رسنيو له دفتر څخه پژواک اژانس ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ننګرهار والي په هېواد کې د OCHA ادارې مشرې اسابل موسوراد کارلسن او د يادې ادارې د ختيځ زون مشر ټکشور موګاري سره نن د ليندۍ په ۹مه د بشري مرستو جلبولو په موخه ليدلي دي.

د ننګرهار والي مولوي مزمل د OCHA ادارې له مسوولينو مننه کړې چې په دغه ولايت کې فعاليت کوي او دوی ته يې د امنيت، فعاليت او په چارو کې د استقلاليت ډاډ ورکړ.

د ننګرهار والي غوښتنه وکړه چې خپلې مرستې په پوره شفافيت تر اړمنو کورنيو ورسوي همدا راز يې د بشري مرستو، بيارغونې، روغتيا، پوهنې، کاري زمينو او ګڼ شمېر نورو برخو کې وړانديزونه وکړل.

خبرپاڼه کې د OCHA ادارې مشرې اسابل موسوراد کارلسن له قوله راغلي چې د UN . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.