منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۴۸ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

بانکي ستونزو د صنعتکارانو په کار کې ٤٠ سلنه کموالى راوستى

· ۳ دقیقې لوستل · ۲۱۵ کتنې

کابل (پژواک، ۱۰ لیندی ۱۴۰۰ ): د افغانستان د صنعتکارانو ټولنه وایي چې د بانکي ستونزو له امله د صنعتکارانو په کاروبار کې ۴۰ سلنه کموالى راغلی دی.

د افغانستان د صنعتکارانو ټولنې رییس عبدالجبار صافي د لیندۍ په ۱۰مه کابل کې د یوې خبرې غونډې پرمهال وویل چې د بانکي ستونزو له امله په تېرو دوه مياشتو کې د صنعتکارانو په کاروبار کې ٤٠ سلنه کموالى راغلى دى.

هغه وايي: ((حکومت دې بانکي ستونزې حل کړي ترڅو زموږ د صنعتکارانو پیسې ازادې شي او خلکو سره د پيسو راکړه ورکړه وکړو او هم د فابریکو لپاره صنعتکاران خام مواد واخلي.))

صافی دا هم وویل چې له ۳۰۰ څخه تر ۵۰۰ پورې فابریکې د فعاليت کولو لپاره خپله ځمکه نه لري باید حکومت ورته ځمکه ورکړي.

نوموړی وایي چې په دې وروسيتو کې هره ورځ ۵۰۰ څخه تر ۶۰۰ پورې کانتینره د صنعتکارانو توليدات بېلا بېلو هېوادونو ته صادریږي خو پخوا دا کچه ډېره لوړه وه.

هغه وویل چې برېښنا تر پخوا ښه شوې خو بیا هم باید پر وارداتي برېښنا تکیه ونه شي او حکومت دې ورته له داخلي سرچینو څخه برېښنا برابره کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول Uncategorized