ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تخار کې د جنرال داوود د مقبرې د ویجاړېدو اوازه ناسمه ده

په تخار کې د جنرال داوود د مقبرې د ویجاړېدو اوازه ناسمه ده

author avatar
18 Dec 2021 - 17:19
په تخار کې د جنرال داوود د مقبرې د ویجاړېدو اوازه ناسمه ده
author avatar
18 Dec 2021 - 17:19

کابل(پژواک، ۲۷ لیندۍ ۱۴۰۰): حکومت په تخار ولایت کې د امنیتي ځواکونو له لوري د جنرال داوود داوود د مقبرې د ویجاړېدو خبر بې بنسټه بولي.

ادعا:

جنرال محمد داوود داوود په تېر حکومت کې د تخار د والي، د کورنیو چارو وزارت د مرستیال، د شمالشرق پولیسو د قوماندان او د ۳۰۳پامیر قطعې د قوماندان په توګه دندې ترسره کړې دي.هغه د ۱۳۹۰کال د غبرګولي په اتمه په یوه برید کې ووژل شو .

افغانستان اینټرنشنل تېره ورځ په خپله فیسبوک پاڼه کې د تخار ولایت د فرخار ولسوالۍ د اوسېدونکو له قوله لیکلي چې د جنرال داوود داوود مقبره د « طالبانو له لوري» ویجاړه شوې ده.

په راپور کې راغلي دی: (( جنرال داوود احمدشاه مسعود ته یو له نږدې کسانو څخه و، هغه په شمال او تخار کې د طالبانو د نفوذ د مخنیوي ستر مانع و.))

دغه متن په ټولنیزو رسنیو کې هم لاس په لاس کیږي.

حقیقت موندنه :

د تخار د اطلاعات او فرهنګ رییس انصارالله انصاري د جنرال داوود د مقبرې ویجاړېدل رد کړل او هغه   بې بنسټه اوازې بولي.

انصاري پژواک اژانس ته وویل: (( د اسلامي امارت څو تنو امنیتي کسانو له هغې مقبرې سره یو سلفي عکس اخیستی چې په بګرونډ کې یې د مقبرې عکس ښکاري، ځینو مغرضو کسانو دغه عکسونه په ټولنیزو پاڼو کې خپاره کړي چې ګواکې دغه مقبره ویجاړه شوې ده .))

هغه همدا ډول ویلي چې د جنرال داوود مقبرې ته هیڅ ډول زیان نه دی رسېدلی او دغه بې بنسټه ادعا ده .

د ذکرالله خیرخوا په نوم د تخار ولایت د فرخار ولسوالۍ یو اوسېدونکی د جنرال داوود د مقبرې ویجاړېدل ردوي او هغه اوازه بولي.

هغه وویل چې د جنرال داوود مقبرې ته هیڅ ډول زیان نه دی اوښتی او جوړه ده .

پایله :

په ټولنیزو رسنیو کې اوازه لاس په لاس کیږي چې ګواکې امنیتي ځواکونو په تخار کې د جنرال داوود مقبره ویجاړه کړې، خو حکومت دغه موضوع بې بنسټه بولي.

حکم:

په تخار کې د جنرال داوود د مقبرې ویجاړېدل ناسمه اوازه ده .

Visits: 470

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.