ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په اروزګان کې د مخکني حکومت د پولیسو یو ساتنمن وژل شوی دی

په اروزګان کې د مخکني حکومت د پولیسو یو ساتنمن وژل شوی دی

author avatar
20 Dec 2021 - 12:40
په اروزګان کې د مخکني حکومت د پولیسو یو ساتنمن وژل شوی دی
author avatar
20 Dec 2021 - 12:40

ترینکوټ (پژواک، ۲۹ لېندۍ ۱۴۰۰): د اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې د تېر حکومت د پولیسو یو ساتنمن او د ولسوالۍ د لایزري قطعې قوماندان حیات الله وژل شوی دی.

پېښه تېره ورځ مازدیګر ناوخته د دغې ولسوالۍ په لونډیانه سیمه کې شوې ده.

د سیمې یوه اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي پژواک خبري اژانس ته وویل، نوموړی د خپل کور مخې ته د دوو وسله والو موټرسایکل سپرو له خوا وژل شوی دی.

سرچینه زیاتوي، حیات الله چې په یوه لاس او پښه معیوب هم و، کلونه یې په دهراوود ولسوالۍ کې د پولیسو په لیکو کې د ساتنمن په توګه دنده ترسره کړې وه او د ولسوالۍ د لایزري قطعې قوماندان هم و.

ده ادعا وکړه چې دغه کس د طالبانو له خوا وژل شوی دی.

د دغې ولسوالۍ یوه بل اوسېدونکي چې ده هم نه غوښتل نوم یې یاد شي، پژواک ته ورته څرګندونې وکړې او ویې ویل چې د حیات الله په نوم د پخواني نظام د پولیسو دغه افسر د طالبانو له خوا د ټول هېواد له ولکه کولو مخکې خپله دنده پرېیښې وه.

چارواکي هم مني چې په دهراوود ولسوالۍ کې د تېر نظام د پولیسو افسر او د لایزري قطعې قوماندان حیات الله وژل شوی خو وايي، طالبان لاس نه په کې لري.

د اروزګان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس محمد اصف پژواک خبري اژانس ته وویل: ((د حیات الله په نوم د تېرې ادارې دغه قوماندان چې په حاجي لالا مشهور و، ګڼ مظالم او قتلونه کړي وو، خو د دغه کس وژل سیاسي اړخ نه لري، موږ له محکمې پرته د هغه وژل غندو او د قاتلینو د نیولو هڅې روانې دي.))

دی زیاتوي، اسلامي امارت د افغانستان له ولکه کولو سره عمومي عفوه اعلان کړې ده او ان د ډېرو پخوانیو چارواکو د امنیت د خوندیتوب لپاره یې ساتونکي ګومارلي دي.

د یادونې ده چې د اروزګان تر څنګ د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د پخواني نظامي کارکوونکي په ورته توګه په نښه شوي او وژل شوي چې خلک یې سخت اندېښمن کړي دي.

Visits: 1329

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.