ژبه

د هېواد لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت ته منسوبه ټویټرپاڼه جعلي ده

کابل (پژواک، ۲۹ لېندۍ ۱۴۰۰): مسوول چارواکي وايي چې د افغانستان لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت په ټولنیزو رسنیو کې فعالیت نه لري او نوموړي ته منسوبه ټویټرپاڼه- چې جنجالي مطالب خپروي- جعلي ده.

ادعا:

د ملي دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت ته منسوبې جعلي ټویټرپاڼې پرون د تېر حکومت د ولسمشری ریاست د لومړي مرستیال امرالله صالح او ملي دفاع وزیر بسم الله خان انځورونه خپاره کړي او لیکلي یې دي: ((دویم ځل دی چې د شتمنیو د ساتنې لپاره د دغو دوو بزرګوارانو پیغام د یوه قومي مشتر له خوا ماته رسېږي، دوی څومره د دنیوي شتمنیو لېوال دي، د دوی ۱۲ د تېلو ټانکونه، اووه موټر پلورنځي او ترانسپورټي شرکتونه، ۶۱ حویلۍ، لوړپوړیزه ودانۍ، ۱۱ سرایونه، دوې غږیزې او تصویري رسنۍ، په کابل کې ۹ سپینې نومرې... تر اوسه له امارت سره ثبت شوې دي.))

یادې پاڼې درې ورځې مخکې هم د تېر حکومت د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب انځورونه خپاره کړي او لیکلي یې وو: ((بې غیرته انسان د ملي امنیت د سلاکار په توګه ان د ۷۰۰ سرتېرو جسدونه چې ستاسو مدافعین وو، خاورو ته نه دي سپارلي، ټول امکانات مو په لاس کې وو، خو میلیارد ډالر چې باید حیف و میل کړي مو وای، یوازې له دې امله مو دغه سقوط ګټور وباله او وتښېدئ، په داسې حال کې چې ته خپله یوه شپه مخکې وسیله شوې او د غني پیغام دې زموږ مشرانو ته سپارلی و.))

حقیقت موندنه:

د افغانستان د سرپرست حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وویل: ((دغه پاڼه بشپړه جعلي ده.))

هغه زیاته کړه چې قاري فصیح الدین فطرت په ټولنیز شبکو کې فعالیت نه لري، د ده په نوم جوړې شوې پاڼې جعلي دي.

د حکومت بل مرستیال ویاند بلال کریمي هم وايي چې یاده ټویټرپاڼه جعلي ده.

پایله: له څو مودې راهیسې د ملي دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت ته منسوبه ټویټرپاڼه جنجالي مطالب خپروي، خو حکومتي سرچینې وايي چې یاده پاڼه جعلي ده.

حکم: د هېواد لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت ته منسوبه ټویټرپاڼه جعلي ده.