ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پنجشېر کې امنیتي سرتېرو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو ادعا ناسمه ده

په پنجشېر کې امنیتي سرتېرو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو ادعا ناسمه ده

author avatar
21 Dec 2021 - 15:49
په پنجشېر کې امنیتي سرتېرو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو ادعا ناسمه ده
author avatar
21 Dec 2021 - 15:49

کابل( پژواک،۳۰ لیندۍ ۱۴۰۰): مسوول چارواکي او په پنجشېر ولایت کې ځينې سیمه ییزې سرچینې هغه ادعا ناسمه بولي چې ګواکي پنجشېر کې امنیتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

ادعا:

د رشد خبري اژانس د پنجشېر ولایت د مخکني مرستیال والي کبیر واثق له قوله راپور ورکړی: ((د دغه ولایت په فراج سیمه کې د ملي مقاومت ځواکونو پر طالبانو هدفي برید کړی دی. په دې برید کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.))

په راپور کې د مرګ ژوبلې شمېر نه دی په ډاګه شوی.

دغه متن ټولنیزو رسنیو کې هم لاس په لاس شوی دی.

حقیقت موندنه: د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند انجنیر عزام پژواک ته وویل چې دغه ډول بې اساسه راپورونه ردوي.

هغه وویل: ((پنجشېر ولایت کې هیڅ ډول پېښه نه ده شوې، جګړه په لافو نه کېږي، هلته په تمامه مانا امنیت ټینګ دی.))

خو د پنجشېر ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر عبدالحمید خراساني وايي چې تېره ورځ د فراج ولسوالۍ عنابه سیمه کې یو امنیتي سرتېری له نامعلوم ځایه په نښه شوی او ټپي شوی دی.

د پنجشېر امنیه قوماندان مولوي داد محمد هم وايي چې په دغه برید کې یو امنیتي سرتېری ټپي شوی دی.

خو د سیمې یو اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې خپور شي وايي، په دې سیمه کې یو امنیتي سرتېری وژل شوی دی.

پایله: ځینې سرچینې ادعا کوي چې پنجشېر ولایت کې امنیتي سرتېرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده، خو باوري سرچینې دغه ادعا ردوي.

حکم: په پنجشېر ولایت کې امنیتي ځواکونو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا ناسمه ده.

Visits: 962

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.