ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مس عینک پروژې د امنیت ټینګښت په موخه محمد آغې ولسوالۍ کې امنیتي تدابیر ډېرېږي

د مس عینک پروژې د امنیت ټینګښت په موخه محمد آغې ولسوالۍ کې امنیتي تدابیر ډېرېږي

author avatar
21 Dec 2021 - 15:34
د مس عینک پروژې د امنیت ټینګښت په موخه محمد آغې ولسوالۍ کې امنیتي تدابیر ډېرېږي
author avatar
21 Dec 2021 - 15:34

پل علم (پژواک، ۳۰لېندۍ ۱۴۰۰): د لوګر چارواکي وايي، د مس عینک پروژې د امنیت ټینګښت په موخه په محمد آغې ولسوالۍ کې امنیتي تدابیر ډېروي.

هغوی زیاتوي، له ارزونې وروسته یې دغه ولسوالي په شپږو امنیتي حوزو وېشلې څو وکولای شي د هر راز امنیتي او جنايي پېښو مخنیوی وکړي.

د لوګر مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین له امنیه قوماندان مولوي محمدالدین شاه محبت سره یو ځای په همدې موخه دغې ولسوالۍ ته سفر وکړ.

مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین پژواک خبري اژانس ته وویل، د خپل دغه سفر په لړ کې یې د ولسوالۍ امنیتي وضعیت و ارزاوه، نوی امنیتي تشکیل یې جوړ کړ او دغه ولسوالي یې په شپږ امنیتي حوزو ووېشله.

دی وايي، په دې توګه به وکړای شي امنیت خوندي او د هر راز امنیتي او جنايي پېښو مخنیوی وشي.

هغه زیاته کړه: ((په محمد آغې ولسوالۍ کې د هېواد په کچه د مسو لوی کان دی چې د استخراج قرارداد یې له یوې چینايي کمپنۍ سره شوی دی، د نوو امنیتي حوزو له جوړولو څخه زموږ هدف د ولسوالۍ او په ځانګړې توګه د مس عینک د کان د امنیت خوندیتوب دی.))

نوموړي وویل، دا ولسوالي د لوګر له لویو ولسوالیو ده چې له کابل سره اوږده پوله لري، دغه راز د خوست- کابل لار هم ورڅخه تېره شوې چې باید ښه امنیت ولري.

د ده په وینا، په دې ولسوالۍ کې به د امنیت له ټینګښت سره د مسو کان استخراج ته زمینه برابره شي چې ورسره به دغه ولایت په افغانستان او نړۍ کې ښه نوم خپل کړي.

د لوګر امنیه قوماندان مولوي محمدالدین شاه محبت هم وايي چې په شپږو امنیتي حوزو د محمد آغې ولسوالۍ وېشل او نوی امنیتي تشکیل به د مس عینک کان د کورنیو او بهرنیو کارګرو د امنیت په خونديتوب کې مهم رول ولوبوي.

هغه زیاته کړه،نوې جوړې شوي امنیتي حوزې به د دغې ولسوالۍ په واغجان، زرغون شهر، زید اباد- آببازک، برګ- سرخاب، کټب خېل او سفیدسنګ سیمو کې د امنیت د ټینګښت دنده پر غاړه ولري.

ده ډاډ ورکړ چې امنیتي ځواکونه پوره توان لري چې له ملي پروژو ټینګه ساتنه وکړي او خلکو ته د ډاډمن ژوند او کار شرایط برابري کړي.

د محمد آغې ولسوالۍ اوسېدونکي دغلته د امنیتي تدابیرو د ډېرولو په اقدام خوښي ښيي.

د دغې ولسوالۍ د زاهد اباد سیمې یوه قومي مشر حبیب الرحمن پژواک خبري اژانس ته وویل: ((په ډاډمنه او سوله ییزه فضا کې ژوند او کار د هر افغان حق دی، کلونه مو جګړې او ورانۍ تجربه کړې دي، موږ په دغه ولایت او ولسوالۍ کې د خلکو او مسو د کان د امنیت ساتلو په موخه د چارواکو نوي اقدامات ستايوو.))

دی زیاتوي، اوس چې د هېواد په کچه امنیت ښه شوی، حکومت دې د کانونو د قراردادونو او استخراج لړۍ چټکې کړي څو له یوې خلکو ته کار وموندل شي او په دې توګه به د هېواد اقتصادي په پښو ودرېږي.

د مس عینک کان له کابل څخه ۳۰ کیلو متره لرې د لوګر په محمد آغې ولسوالۍ کې دی چې د تېر حکومت پر مهال یې د امنیت د خوندیتوب لپاره د عامه نظم ۱۶۰۰ سرتېري ګومارل شوي وو.

Visits: 795

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.